"موږ به پرینږو، چې ایران اټمي وسلې ترلاسه کړي"

د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه له دوهم ځل ټاکل کیدو وروسته باراک اوباما د ایران د لانجمن اټومي پروګرام او په منځني ختیځ کې د روانو حالاتو په باب په یوې خبري غونډې کې څرګندونې کړي دي.

د جمهور رئیس په توګه له دوهم ځل ټاکل کیدو وروسته خبریالانو ته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل، دده اداره به پرینږدي چې ایران اټومي وسلې جوړې کړي.

خو نوموړي بیا هم ټینګار وکړ، چې متحده ایالات غواړي د ایران د اټمي پروګرام لانجه له دیپلوماتیکو لارو حل و فصل شي:

"موږ به پرینږدو چې ایران اټمي وسلې ترلاسه کړي، خو زما په فکر اوس هم د دې ستونزې د دیپلوماتیک حل لپاره یو څه وخت موجود دی.

موږ پر ایران د تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه ولګول او دا د ایران پر اقتصاد اغیز کوي.

داسې یوه لاره ښايي موجوده وي، چې ایران سوله ییزه اټومي انرژي ولري او په عین حال کې د اټومي وسلو د نه جوړولو په باب خپلې نړېوالې ژمنې پوره کړي او نړېوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي، چې دا هېواد د اټومي وسلو د جوړولو په تکل کې نه دی."


د متحده ایالاتو ولسمشر په سوریه کې د روان وضیعت په اړه وویل، واشنګټن لا چمتو نه دی، چې د سوريي د حکومت اپوزوسیون په رسمیت وپیژني، خو ويي ویل، چې امریکا د سورېې د حکومت مخالف ملي ائتلاف د دغه هېواد د خلکو قانوني استازي په توګه ګڼي.

په لیبیا کې تیر سیپتمبر میاشت د امریکا په قونسلګرۍ باندې د حملې په اړه باراک اوباما وویل، نوموړی د دغې پیښې په اړه چې لیبیا ته د واشنګټن د سفیر په شمول په کې ۴ امریکایان په کې ووژل شول، د کانګریس له تحقیقاتو سره پوره همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې سپینه ماڼۍ له خپل لوري هم په لیبیا کې پر امریکايي دیپلوماټانو د شوې حملې په اړه، چې پړه يې القاعده شبکې پورې تړلو ډلو باندې اچولې ،پلټنې کوي.

په خپل ۴۵ دقیقيي خبري کانفرانس کې له یوې ښځې سره د امریکا د مرکزي استخباراتو یا ( سي ای اې) د پخواني مشر ډیوډ پیترایوس د نا مشروع اړیکو د رسواېې په اړه ولسمشر اوباما وویل داسې هیڅ شواهد نشته چې وښېې دې مسلې د امریکا ملي امنیت ته زیان اړولی وي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مشر په توګه د جنرال پیترایوس خدمات وستایل او وویل چې پیترایوس په خپله دا پریکړه کړې چې د هغه د نا مشروع اړیکو له رسوای وروسته نوموړی نور د سې ای اېې د مشرۍ لپاره لازم او مناسب شخص نه دی.

جنرال پیترایوس د روانې نومبر میاشت په نهمه نیټه دا ومنله چې د پولا براډویل په نامه ښځې سره چې د نوموړي بایګرافي يې لیکله ، نا مشروع اړیکې درلودې .

ډیویډ پیترایوس د دغو اړیکو له افشا کیدو وروسته د ( سي ای اې) له مشرې استعفې وکړه.