ناراجستر شوي سیم کارټونه ان د وژنو لامل شوي

د کابل پولیس چارواکي وايي، چې هره ورځ زیات شمېر کسان د ناراجستر شویو سیمکارتونو له لارې ګواښونه ترلاسه کوي او له دارنګه سیمکارتونو څخه مجرمین کار اخلي.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څيړنو مشر جنرال محمد ظاهر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د ناراجستر شویو سیم کارټونو کارونې په هېواد کې کورنۍ ستونزې او وژنې رامنځته کړي دي:

"د هرې مخابراتي کمپنۍ له سیم کارت څخه چې انسان تښتوونکی زنګ وهي او وروسته موږ ور څخه پوښتنه کوو چې دا سیم کارت د چا پورې اړه لري، یا یو غل زنګ وهي یا څوک چې ګواښ کوي وګورئ د څومره کورنیو ژوند تبا کیږي،

یو شمېر کسان، چې په خپله وجدان نه لري، خپل ناموس ته درناوی نه لري، د خلکو له میرمنو سره په ټيلیفون خبرې کوي، هغه ښځه خو هیڅ ګناه نه لري، یو ځل دوه ځلې درې ځلي ورته وايي، چې څوک یې، بالاخره چې میړه یې کله کورته راځي خپلې میرمنې وايي ته ولې له دې خلکوسره اړیکې لرې، دا خو یوه سنتي ټولنه ده د دې خبرو پرسر مونږ په لسګونه طلاق او قتلونه لرو."


ښاغلي ظاهر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې انسان تښتوونکي د کسانو د خوشې کولو په بدل کې ډيری پیسې د موبایل ټیلیفونو د غیر راجستر شویو سیم کارتونو په وسیلې ترلاسه کوي.

نوموړي مخابراتي کمپنیو ته په یو ډول د جرمي شریک خطاب وکړ او ویې ویل، چې د دې میاشتې په وروستیو کې به په نویو اقداماتوسره د بېلابېلو مخابراتي کمپنیو مسوولین وغواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت مرستیال انجنیر بریالي حسام د روان کال د تلې میاشتې په پنځمه د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدو په غونډه کې یو ځل بیا اعلام وکړ، چې د میزان میاشتې تر ۲۷ نیټې پورې د هېواد په بازارونو کې د غیر ر اجستر شویو سیم کارټونو مخه نیسي او هغه شرکتونه چې دا ډول سیم کارتونه وړاندې کوي مجرم به وپيژندل شي.

خو اوس چې له دغه وخت څخه یوه میاشت تیریږي بیا هم دکابل ښار په بیلابیلو سیموکې غیرراجستر شوي سیم کارټونه پلورل کیږي.

د کابل ښار په اکثرو ځایونو په خاصه توګه د پل خشتي په سیمه کې د ناراجستر شویو سیم کارتونو بازار ګرم وي.

په همدې حال کې د مخابراتو وزارت په خپلو نویو څرګندونوکې اوس هم د غیر راجستر شویو سیم کارټونو دمخنیوي په برخه کې د دې وزارت د جدي هڅو خبرې کوي.

ښاغلي حسام آزادۍ راډیوسره په خبروکې په دې برخه کې د رسنیوکې او خلکو مرستې مهمې وبللې:

"که چیرې داسې موضوع یا کوم دقیق ادرس ولری په ۹۹۹ شمیره اړیکې ونیسې یا هیوادوال اړیکه ونیسي عاجل اقدام کیږي، زمونږ سیار ټیمونه دویم ځلي مراجعه کوي او په ساحوکې ګرځي،هغه ټکې چې تاسویې یادونه وکړه پل خشتي،مونږ دنده ورکوو انشاالله چې ټول کابل کې به وګرځي."

په کابل کې امنیتي چارواکي وايي چې د غیر راجستر شویو سیم کارتونو کارونې پولیس هم د مجرمینو د پيداکولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړیدي.

اوسمهال په افغانستان کې د یوې دولتي کمپنۍ ترڅنګ،د افغان بیسیم،روشن،اتصالات او ام ټي ان په نامه خصوصي مخابراتي کمپنۍ فعالیت کوي.