" وسله والو مخالفانو د ټاکنو اهمیت درک کړی دی"

د سیاسي چارو څیړونکي وحید مژده

که څه هم وسله والو مخالفانو په تیرو کلونو کې د انتخاباتو د سبوتاژ او ګډوډولو هڅې کړي، خو ځیني سیاسي څیړونکي په دې باور دي، چې د افغانستان راتلونکي انتخابات هغوي ته هم د ډیر اهمیت وړ دي.

دغه افغان کتونکي وایي، چې وسله وال طالبان او د انجنیر حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د راتلونکو انتخاباتو اهمیت درک کړی، خو د دوی په خبره په انتخاباتو کې د هغوي د ګډون پر وړاندې لا هم یو لړ جدي خنډونه شته.

د سیاسي چارو څیړونکي وحید مژده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې وسله وال مخالفان په دې پوه شوي چې باید تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د انتخاباتو ترسره کیدل ومني:

"که چیری وسله وال طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پښتنو ته په انتخاباتو کې د پراخ ګډون اجازه ورنه کړي په نتیجه کې به موږ په ملي سطح ولسمشر ونه لرو.

زموږ جمهور رییس به د غیر پښتنو قومونو استازی وي او په ترڅ کې به یې داسې جنګ دوام وکړي، چې قومي بڼه به ولري او ډیر خطرناکه به وي.

دا هغه مساله ده، چې نه یوازې وسله وال طالبان بلکې حزب اسلامي یې هم پر حساسیتونو پوه شوي دی".


ده څرګنده کړه، چې په قطر کې د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر پرانیستل او له دې لارې له هغوي سره خبرې اترې د سولې د پروسې د بریا او په راتلونکو انتخاباتو کې د وسله والو طالبانو د ګډون یوازینې لاره ده.

ښاغلي مژده وویل، چې حزب اسلامي له افغان حکومت سره کومه جدي ستونزه نه لري او یو شمېر افغان سیاسي څیرو ته د انجنیزګلبدین حکمتیار وروستي لیکونه دا ښیي، چې هغه هم راتلونکو انتخاباتو ته په ښه سترګه ګوري.

د حکمتیار د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمان سعید له ازادي راډيو سره په یوې مرکې کې په شفافو او عادلانه انتخاباتو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې ځینو مهمو شرایطو ته هم اشاره وکړه:

"باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان وشي او ترڅنګ یې د انتخاباتو د یوه ازاد او خپلواک کمیسیون له لارې د انتخاباتو څارنه وشي.

د انتخاباتو حوزې باید نوې جوړې او د انتخاباتي قوانینو په اړه بیا کتنه وشي.

د انتخاباتو باید داسې یو ازاد کمیسیون وي، چې پکې د وسله والو طالبانو،حزب اسلامي او نورو سیاسي ګوندونو نظرونه هم شامل وي".


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له وسله والو مخالفانو نه غوښتي چې په راتلونکو انتخاباتوکې برخه واخلي.

د دې کمیسیون مشر فضل احمد معنوي د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې وسله وال طالبان او د ښاغلي حکمتیار حزب اسلامي باید له قانون سره سم د ډموکراسۍ پراساس د انتخاباتو له لارې په سیاسي پروسه کې ګډون وکړي.

ولسمشر کرزي هم په لوی اختر کې پر وسله والو مخالفانو غږ وکړ چې له جګړې لاس پرسرشي او په راتلونکو انتخاباتو کې دې برخه واخلي:

"پر طالبانو او نورو مخالفانو غږ کوو چې د پردیو د اهدافو لپاره کار کول پریږدې، خپلې خاورې ته دې راشي او له اساسي قانون سره سم دې ژوند وکړي.

هرمقام ته چې د دوی زړه کیږي انتخاباتو ته دې ودریږي او ترلاسه دې کړي،که حکومت ته راتګ غواړي خدای دې راولي.

د افغانانواو مسلمانانوپه توګه د دې خاورې حقداره دي".


وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې آترې رد کړي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو تینګار کوي.

سیاسي کتونکي وایی د پاکستان په څیر ځینې هیوادونه په یوه ډول د سولې خبرې آترې په ځانګړې توګه د قطر د سولې د پروسې ګډوډول غواړي.

دوی وایی چې د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان او د قطر د سولې پروسې د بریا لپاره جدي هلې ځلې دا امکان ډیروي چې وسله وال مخالفان په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.