له ۱،۶میلیونو څخه زیات حج کوونکي سعودي ته تللي

Your browser doesn’t support HTML5

سعودي چارواکو وویل، له یو عشاریه شپږ میلویون څخه زیات شمېر زیارت کوونکي له وړاندې حج ته ورغلي دي. د چارشنبې په ورځ به دغه شمېره نوره هم لوړه شي، ځکه چې د پنجشنبې ورځ د عرفات ورځ ده. انتظار کیږي چې د داخلي حاجیانو شمېر به له اووه نیم لکو څخه زیات وي. سره له دې، چې د غیر قانوني زیارت کوونکو د مخ نیوي لپاره په لارو باندې ګڼ شمېر د تلاشۍ پوستې لګول شوي دي، خو بیا هم هر کال ډيری کسان په غیر قانوني توګه ځانونه حج ته رسوي. د حجاجو ګڼ شمېر کسان اسیایان دي، په تیره بيا له انډونیزیا څخه ډير کسان حج ته ځي، ځکه چې انډنوزیا د نړۍ تر ټولو لوی اسلامي هېواد دی او د دې هېواد سهمیه د نورو هېوادونو په پرتله ډيره ده.