په بامیانو کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه اندیښنې

تاوتریخوالې اوس د افغانستان هغې سیمې ته د بیرته راګرځیدو په حال کې دې، چې د اوږدې مودې لپاره تر ټولو خوندي سیمه بلل کیدله.

د رویټرز خبري اژانس په وینا په بامیانو کې د طالبانو د بیا فعالیدو په اړه ویره دومره څرګنده ده، څومره، چې په بمونو د بودا د ورانو شویو مجسمو مغارې څرګندې دي.

د سمیې خلک وایی، چې په بامیانو کې د وسله والو فعالیتونه تر دې حده پراخ شوي، چې دغه ولایت د ځمکې له لارې له شاوخوا ټولو سیمو څخه منزوي شوې دې او د تګ راتګ یوازنۍ خوندي لاره د الوتکې په وسیله سفر دې.

په بامیانو کې یو ولسوال عظیم فرید، چې اوس مهال په کابل کې دې وایی، چې له بامیانو څخه یی کومه الوتکه و نه موندله، نو ځان یی الله ته وسپارلو او د موټر په وسیله یی سفر وکړ.

د ناټو ځواکونه بیا وایی، چې په بامیانو کې د وسله والو وروستۍ حملې په ټول هیواد کې د کیدونکو حملو یوه وړه برخه ده، چې د طالبانو لخوا د نوښت په لاس کې د اخستلو یوه هڅه هم کیدای شي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا اوس مهال وسله وال پدې ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې تر ډیره د سړک د غاړې له بمي حملو نه کار اخلي.

دا حملې په تیر جولای کې پیل شوې، چې په دوو جلا جلا چاودنو کې یی نهه پولیس ووژل او له هغې وروسته په اګست کې د نیوزیلینډ پنځه سرتیري په یوه ورته حمله کې ووژل شول.

ددې حملو له پیلیدو مخکې بامیان د ناټو لپاره د بریا یو داستان وو او دا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې لومړنې ولایت وو، چې امنیتي مسؤلیتونه یی افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

له دې سره جوخت دغه ولایت ته د سیلانیانو د بیا ورتګ هیلې هم زیاتې شوې.

تیر کال دغه ولایت د سیکي د ځغاستې د یوې وړې نړیوالې سیالۍ کوربه هم وو، خو اوس ددغه ولایت اوسیدونکي ځان په وسلو سمبالوي، څو د طالبانو د بیرته ورتګ په وړاندې مقابله وکړای شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې طالبان اوس د بامیانو په شمال او ختیځ کې د کوه مرد او شیبر په ولسوالیو اغیزناک کنټرول لري او دا ځکه، چې بې وسلې پولیسو شاوخوا شپږ اونۍ مخکې دغو سیمو ته خپلې ګزمې بندې کړې.

د بامیانو والي میرمن حبیبه سرابي وویل، چې له مرکز څخه د ځواکونو د غښتلې کولو بهیر د پیلیدو په حال کې دې، خو دا یی و نه ویل، چې کله.

د رپورټ له مخې په یوه داسې سیمه کې د نا امنیو خپریدل دا ښۍ، که یو ځلې بهرني ځواکونه په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستان څخه ووتل، نو تر کومه حده امنیتي وضعه خرابیدای شي.