ولسې جرګه: د کرنې وزارت د باغونو جوړولو پروګرام ناکامه دی

د ولسي جرګې اداري پلاوي او ځینو غړو په ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د باغونو جوړولو کارونه په هیڅ حساب کړل او په دې برخه کې یې د جدي څیړنو غوښتنه وکړه.

د دې جرګې ځینو غړو د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل، چې د کرنې وزارت له تیرو څو کلونو راهیسې د نیالګيو ایښودلو او شنو سیمو خبرې کوي خو په عمل کې یې کارونه په دې برخه کې ډیر پڅ پرمخ تللي.

د ولسې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ وویل، چې د بیلګې په توګه په کندز کې د باغونو جوړولو او شنو سیمو په برخه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت یو میلیون ډالر لګولي، خو د ده په خبره یوازې څو نیالګي یې ایښي چې د هغو هم سمه ساتنه نه ده شوې:

"د یو میلیون ډالرو په بدل کې یې سل نیالګي ایښي او که نه، دا ټول درواغ دي.

په دې اړه باید د ملي شورا یو پلاوی ولایتونو ته ولاړشي او څیړنه وکړي چې د دې ډول جوړ شوو باغونو وضعیت څنګه دی.

په ځینو غرنیزو سیمو کې چې نیالګي ایښودل شوي بیرته وچ شوي ځکه چې په وخت اوبو نه ور رسیږي.

د کرنې وزارت په لست کې شته چې دوی باغونه لري خو یوازې په نوم باغونه دي او باید چې په دقیق ډول یې پوښتنه وشي".

په عین حال کې د ولسې جرګې ځینو نورو غړو وویل چې د کرنې وزیرمحمد آصف رحیمي باید په دې اړه په یوه استیضاحیه غونډه کې ځواب ووایی چې د باغونو جوړولو او شنو سیمو په برخه کې یې ولي خبرې او عمل توپیر لري.

خو د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي دا تورونه ناسم بولي او وایی چې دوی د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې مهم باغونه او شنې سیمې جوړې کړي.

د دې وزارت ویاند مجیدالله قرار آزادي راډیو ته وویل چې د دوی د ارزیابۍ له مخې شنې سیمې او باغ جوړونه د دوی له ښو لاس ته راوړنو څخه بلل کیږي او په دې برخه کې د دوې فعالیتونه د ملي شورا د غړو په سلا مشوره او همکارۍ ترسره شویدي:

" دا د نړیوال بانک تر ټولو بریالی پروګرام ارزیابی شوی په ځانګړي توګه د کرنې په برخه کې.

د دې پروګرام څارنه هم د دولت او هم د نړیوال بانک لخوا کیږي او د دې پروګرام نتیجه په ډیرو سیمو کې ښه بلل شویده.

زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د دې پروګرام لاندې ده او ښایی چې په ځینو سیمو کې ستونزې موجودې وي خو د پروګرام د ناکامۍ معنی نلري".

د کرنې وزارت وایی چې د باغونو جوړولو دا پروګرام نږدې څلور کاله وړاندې د نړیوال بانک په مالي مرسته پیل شوی چې تراوسه په شمال ختیځو ولایتونو او کابل کې عملی شویدی.

د دې وزارت چارواکو څرګنده کړه چې د دې پروګرام له لارې په هر ولایت کې سلګونو کروندګرو ته نیالګي او نور بوټي ورکول شوي او په جدي توګه یې څارنه کیږي.

افغانستان یو کرنیز هیواد بلل کیږي او اقتصاد پوهان ترډیره د دې هیواد اقتصادي وده له کرنې او مالدارۍ سره تړلې بولي،خوداسې انتقادونه شته چې په تیرو لسو کلونو کې د دې هیواد کرنې او مالدارۍ ته لکه څنګه چې لازمه ده پاملرنه،نه ده شوې.


Your browser doesn’t support HTML5

د نسیم شفق راپور