د نړيوالو عملياتي ځواکونو جنجالي مسئله

د افغانستان د هوايي ځواک يوه الوتکه چې د بګرام له هوايي اډې الوتنه کوي

يو ايس اې ټوډې – امريکا:

يو ايس دې ټوډې (USA Today) خپرونې د امریکا د ځانګړو عملیاتي ځواکونو د کارونې په اړه تبصره کړې، چې افغان مشران ورته د يوې جنجالي مسئلې په سترګه ګوري.

د خپرونې په باور په وروستيو کلونو کې افغان چارواکو د شپې پر عملياتو انتقادونه کړي او افغانان وايي په دغو عملياتو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

خپرونه ليکي، په داسې حال کې چې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په امر له افغانستان اکثريت جنګي ځواکونه وځي، دغه ډول ځانګړي عمليات به د افغانستان د راتلونکي امنيت لپاره مهم وي.

دغه عمليات به په ځانګړي ډول له ښو روزل شويو افغانانو سره مرسته وکړي، څو هغو سيمو ته د سخت دريځو وسلوالو د بياراتګ مخنيوى وکړي، چې ائتلافي ځواکونو ورڅخه نيولي دي.

تورنجنرال توني توماس د افغانستان د ځانګړو عملياتو د ګډې ضربتي ډلې مشري کوي، چې په افغانستان کې د ناټو د ٢٣ غړو هېوادونو د ځانګړو عملياتو سرتېري د دې ډلې تر قوماندې لاندې فعاليت کوي.

يو ايس دې ټوډې ليکي، په دې ډله کې به د امريکا، اروپا، منځني ختيځ او اسټراليا ځواکونه په ګډه د يوې بالقوه اوږدمهالې امنيتي ستراتيژۍ لپاره کار کوي.

په داسې حال کې چې ناټو د خپلو ځواکونو شمېر چې تېر کال يولک و نيمايي ته راکموي، د امريکا د دفاع وزير لېون پنيټا په دې باور دى چې د ٢٠١٤م کال تر پاى يعنې تر ټاکل شوي مهالوېش وروسته به هم دېته اړتيا وي چې د ائتلاف د ځانګړو ځواکونو زياته برخه په افغانستان کې پاتې شي، څو مخکېني وضعيت ته د ستنېدو مخنيوى وکړي.

ګارډين – بريتانيا:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې قبايلي سيمې ته د پاکستاني سياستوال عمران خان د لاريون پر مسئله تبصره کړې، چې د امريکا د جګړې په زرګونو مخالفو فعالانو په کې ګډون درلود.

دوى د پاکستان پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو بريدونه د پاکستان د حاکميت له حق څخه سرغړونه وبلله.

امريکا وايي د ډرون يا بې پېلوټه الوتکو بريدونه د وسلوالو په وړاندې په جګړه کې مهم رول لري، هغه وسلوال چې پاکستان يې په پخلا کولو او کنټرول کې پاتې راغلى.

د ګارډين ورځپاڼې په باور، په جنوبي وزيرستان کې چې له افغانستان سره پوله لري، له پوځي عملياتو درې کاله وروسته هم د پاکستان پوځ له سخت دريځو وسلوالو سره په مبارزه بوخت دى.

د ورځپاڼې په حواله، طالبانو د عمران خان او د هغه د پلويانو پر مارش د بريد ګواښ کړى و.

ګارډين وړاندې ليکي، په عين حال کې د پاکستاني طالبانو عمده ډلې چې په جنوبي وزيرستان کې دېره ده، په يوه بيان کې عمران خان د لوېديځ غلام بللى و او ويلي يې وو، وسلوال د داسې يوه سيکولر او ليبرال سړي خواخوږۍ ته اړتيا نه لري.

خان د وسلوالو د انتقادونو پروا ونه وکړه ويې ويل، که جنوبي وزيرستان ته يې لاريون په هرځاى کې پايته ورسېږي، خپل هدف ته رسېدلى دى.