"په زندانونو کې په نشه یې توکیو ډیر روږدي بندیان شته"

د محابسو او توقیف خانو چارواکي زندانونو ته د نشه یې توکیو په لیږد کې د زندانونو د ساتونکو لاس لرل تاییدوي او ټینګار کوي، چې د مخنیوي لپاره یې جدي هلې ځلې دوام لري.

د افغانستان د محابسو او توقیف خانو عمومي رییس جنرال امیر محمد جمشید او د څرخي پله د زندان قوماندان د چهارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدو کمیسیون ته په زندانونو کې د شته ستونزو په اړه د ځواب ورکولو لپاره ورغوښتل شوي وو.

د څرخي پله د زندان قوماندان خان محمد وویل، چې د دې زندان له دوه تر پنځه فیصده کارکوونکي او ساتونکي زندان ته د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري:

"د مخدره توکو انتقال د ښځینه پایوازانو، نارینه او ماشومانو له خوا ترسره کیږي.

زه دا نه ردوم، چې د دغو موادو پنځه سلنه قاچاق زما د خپل پرسونل له خوا هم کیږي.

پرون زه خبر شوم، چې یو شمېر محبوسینو ان د پیسو غوښتنه کړې ده، ما هم مکتوب ورکړ او له دندې مې لیرې کړل."


جنرال خان محمد وایي، چې تر اوسه یې د څرخي پله زندان ته د نشه یې توکیو د لیږدلو په تور یو سل او نوي تنه کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي.

د افغانستان د زندانونو مسوولین په داسې حال کې د مخدره توکو په قاچاق کې د خپلو کارکوونکو د لاس لرلو په هکله خبرې کوي، چې د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدو د کمیسیون له خوا هم له همدې امله پر دوی جدي انتقادونه وشول.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسون غړو له ښاغلي جمشید او جنرال خان محمد څخه له بندیانو سره د ناسم چلند، ناسم خواړه، روغتیایی ستونزو او داسې نورو په اړه هم جدي پوښتنې مطرح کړې.

د افغانستان د محابسو او توقیف خانو عمومي رییس امیر محمد جمشید وایي، چې د مخدره موادو قاچاق او په نشه یې توکيو روږدي کسان یواځې په څرخي پله زندان کې نه بلکې د دې هېواد په نورو زندانونو کې هم شته:

"هو په زندانونو کې د نشه يي توکو کار او بار روان دی، خو دا له بهر نه راځي ډیر شمېر هغه زندانیان، چې له ایران او یا پاکستان نه راځي او یا هم ډیر شمېر هغه زندانیان، چې له پخوا نه په هېواد کې په نشه يي توکو اخته دي.

نو دا خو معلومه خبر ده، چې دوی سره مخدره توکي دننه راځي، خو موږ په محبسونو کې پرمختللی وسایل نه لرو، چې موږ د دې موادو د را دننه کولو مخه ورباندې ونیسو."


د افغانستان د محابسو د مسوولینو په خبره دا مهال څلور ویشت زره کسان په څلوردیرش زندانونو کې بندیان دي چې شپږ سوه نولس تنه یې ښځي دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت وایی چې په زندانونو کې تر پخوا له هره پلوه ښه والی راغلی او د بندیانو لپاره امکانات برابر شوي خو لا هم په شپږو ولایتونو کې بندیان په کورونو او دولتي ودانیو کې ساتل کیږي.

دغه راز د څرخي پله د زندان په ګډون په نورو زندانونوکې بندیان شکایت کوي چې دوی له راز راز ستونزو سره مخامخ دي او شکایتونو ته یې لازمه پاملرنه،نه ده شوې.

راپور: جمیله ظریف