د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې اته ملکيان ټپيان کړل

د بادغیس چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ په بوم دره سیمه کې د ماین یوې چاودنې اته ملکي کسان ټپيان کړل.

د دغه ولایت د والي ویاند شرف الدین مجیدي ازادي راډیو ته وویل، چې چاودنه تیره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک د یوې میرمنې د جنازې مراسمو ته روان وو.

مجیدی وایي، چې دغه ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ایښودل شوی وو، خو تر اوسه د حکومت کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.