په غزني کې یوې ترافیکي پېښې شاوخوا پنځوس کسان وژلي دي

په غزني ولایت کې یو مسافروړنکی بس د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر شوی او د چارواکو په وینا په پیښې کې شاوخوا پنځوس کسان مړه شويدي .

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي آزادي راډیوسره په خبرو کې وویل، پدي پیښې کی شاوخوا پنځوس کسان مړه شویدی. احمدي وایي، د موټرو د ټکر سېمه له غزنې ښار څخه یو څه لیري ده او د مرستې لپاره یي څوک په وخت ندي ور رسیدلي.

په سېمه کي د آزادۍ راډیو خبریال وایي، نن سهار یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس له کندهار څخه کابل ته روان و چې د آب بند ولسوالۍ په شنډنډ سېمه کې د تیلو له یوه ټانګر سره ټکر شو او دواړو موټرو واخیست .

دا په تیر یو کال کې په یوې ترافیکې پېښې کي تر ټولو ستر تلفات بلل شوي.

په افغانستان کې هر ورځ ټرافیکې پیښې رامنځ ته کیږي او زیات شمېر خلکو ته پکي مرګ ژوبله اوړي. د سړکونو خرابۍ او له ترافیکي قوانینو څخه سرغړونې ددې پېښو لوي سببونه بلل کیږي .