ایساف په ارزګان ولایت کې له خپلو وروستیو عملیاتو ننګه وکړه

Montenegro - Danilovgrad, farewell ceremony held for the fourth contingent of the Army of Montenegro (VCG), which will be sent to the ISAF mission in Afghanistan, 22Aug2011.

په داسې حال کې چې ولسمشر حامد کرزي په ارزګان کې د ناټو ځواکونو عمليات خپلسري ګڼلي او دا يې د افغانستان او ناټو ترمنځ د لاسليک شوي تفاهم ليک له موادو سرغړونه ګڼلې؛ ايساف ځواکونه وايي، چې افغان او اسټراليايي ځواکونو په ګډه په ارزګان کې بريالي عمليات کړي دي.

د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه وايي، په ارزګان کې يې وروستي عمليات د مفصلو استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي او هدف يې هغه سخت دريځي وسله وال وو؛ چې د درېيو اسټراليايي پوځيانو د وژلو او دوو نورو د ټپي کولو مسوول وو.

د ملي اردو يوه عسکر تېره چهارشنبه ناوخته په مرکز ټرينکوټ کې درې اسټراليايي سرتېري په ډزو ووژل او دوه نور ټپيان کړل.

ايساف وژل شوي اسټراليايان اتلان بللي، چې د دوى په وينا د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره يې خطرونه منلي وو.

د ارزګان له پېښې څو ساعته وروسته دوه نور اسټراليايي سرتېري په هلمند کې د يوې الوتکې د سقوط په پېښه کې ووژل شول.

د اسټراليا صدراعظمې "جوليا ګيلارډ" پر يوه مهال د پنځو اسټراليايي سرتېرو وژنه د ويټنام تر جګړې وروسته د خپلو ځواکونو لپاره خونړۍ پېښه بللې وه. ولسمشر کرزي د اسټراليا له چارواکو سره خواخوږي ښوولې وه.

افغان چارواکي په ارزګان کې د ايساف د عملياتو قربانيان مکليان ګڼي.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر اعلاميه وايي، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا د مرکز ترينکوټ اړوند په "صوله" سيمه کې د وړمې شپې په عملياتو کې ٧٠ کلن حاجي راز محمد او د هغه ٣٠ کلن زوى عبدالجليل وژل شوي دي.

که څه هم ايساف وايي، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو هم ورسره ګډون درلود؛ خو د ارګ په اعلاميه کې دغه عمليات يوازې د اسټراليايي ځواکونو کار بلل شوى دى.

د ارزګان چارواکو ويلي، چې دغه عمليات په خپلسر شوي، چې په نتيجه کې يې د ايساف ځواکونو له خوا ٩ تنه سيمه ييز اوسېدونکي بېول شوي وو؛ چې وروسته د ځايي چارواکو په مرسته بېرته خوشې شول.

د ارګ مطبوعاتي اعلاميه وايي، چې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

ايساف په يوه اعلاميه کې چې تېره شپه ناوخته يې خپره کړې ويلي؛ په ارزګان کې شوي عمليات د ايتلافي او افغان ځواکونو ترمنځ د همکارۍ ماموريت و.

اسټراليا چې د ناټو له چوکاټه دباندې په افغانستان کې يونيم زر سرتېري لري.