په رومانیا کې د ډسمبر میاشتې پر نهمې پارلماني ټاکنې پیلیږي

د رومانيا حکومت پرون وويل، په دغه هېواد کې به د ليندۍ يا قوس پر ١٩مه (ډسمبر مياشتې نهمه) پارلماني انتخابات وشي.

دا انتخابات په داسې حال کې کېږي، چې د کيڼ اړخي صدراعظم "ويکټور پونټا" د واکمن ایتلاف او ښي اړخي ولسمشر "تارايان باسيسکو" ترمنځ کړکېچ زيات دى.

واکمن ائتلاف په جولاى کې د ولسمشر د استيضاح په هدف ټولپوښتنه وکړه، خو د خلکو د کم ګډون او ٥٠ فيصدو د نه بشپړېدو له کبله ناکامه شوه.

د ولسمشر د بېواکه کولو لپاره د کيڼ اړخي پونتا ایتلاف اقدام د پاليسۍ جوړونې چارې ټکنۍ او ملي پولي واحد زيانمن کړ او د پيسو د نړيوال صندوق له لوري يې د پنځه ملياردو يورو په اندازه د مرستې د يوې معاملې پر برخليک پوښتنې ولاړې کړې.

اروپايي ټولنې او امريکا د استيضاح کولو پر اقدام په شدت سره انتقاد وکړ او د اروپايي ټولنې په دې هېواد کې يې د زيانمنېدونکې ډيموکراسۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.