د بادغیس په مقر کې درې ماین ښخونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

سيمه ايز چارواکي وایي، چې د بادغیس په مقر کې درې ماین ښخونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي.

د بادغیس د والي ویاند شرف الدین مجیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پيښه تیره شپه هغه مهال وشوه چې دې کسانو غوښتل د سړک پر غاړه ماین ځای پر ځای کړی.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په یو بل خبر کې د بادغیس د والي ویاند وایي، چې د غور او بادغیس تر منځ سیمه کې د دوو مخالفو ډله ترمنځ په نښته کې نهه تنه ووژل شول.

د ښاغلي مجیدي په خبره دا نښته له دوو ورځو راهیسي دوام لري.