پر ایران لګول شوی بندیزونه پر افغانستان څه اغیز لري؟

افغان چارواکو د لویدیځ د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې په ایران باندې د امریکا او اروپایی ټولنې له خوا لګول شوي اقتصادي بندیزونه دې په افغانستان کوم ناسم اغیز ولري.

تر دې مخکې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، چې ممکن دغه بندیزونه، چې امریکا یې د ایران په سیاسي مشرانو د فشارونو لپاره کاروي افغانان هم اغیزمن کړي.


د افغانستان د سوداګرۍ وزارت دا باور څرګندوي، چې د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا په ایران لګول شوي بندیزونو په افغانستان منفي نه بلکې مثبت اغیز کړې او یو زیات شمیر ایراني سوداګر یی هڅولي، چې په افغانستان کې پانګه ونه وکړي.

تر دې مخکې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپل یو رپورټ کې لیکلي وو، چې د امریکا لخوا لګول شویو دې بندیزونو په غیر مستقیم ډول افغانستان هم زیانمنوي.

خو د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خېل د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا مساله رد کړه او ویې ویل؛ چې دوی د شوي ادعا برخلاف په افغانستان د دې بندیزونو ښه اغیزې لیدلې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت دا هم وویل، چې دوی لا د مخه افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې، چې د ایران له هغو ادارو سره دې راکړه ورکړه نه کوي، چې بندیزونه پرې لګول شوي، خو د ده په وینا د دې اقدام هدف د لګول شویو بندیزونو ملاتړ نه دی بلکې د افغان سوداګرو د زیان مخنیوی دی.

تر دې مخکې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د همدې وزارت د مرستیال مزمل شینواري په حواله لیکلي وو؛ چې دوی د ریال د بیې په لویدو زیات اندیښمن دي، ځکه د ده په وینا په ایران کې اوس مهال زیات افغانان اوسیږي او ممکن دوی د هغو لومړنیو کسانو څخه وي، چې د دې بندیزونو قرباني شي او خپلې دندې له لاسه ورکړي.

که څه هم ښاغلي غازي خیل دا اندیښنه تر یوه حده تایید کړه، خو د سیاسي چارو کتونکی او پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي بیا له دې سره بلکل موافق نه دی.

دی د افغان چارواکو دا ډول څرګندونې د ایران د خوشحالولو یوه هڅه بولي، که نه نو د ده په وینا افغانان په ایران کې داسې څه کاروبار نه لري، چې دا بندیزونه پرې ناوړه اغیز وکړي.

ښاغلي سعیدي په ورته وخت کې افغان حکومت ته سپارښتنه وکړه؛ چې په داسې مسایلو کې باید خپله بې طرفي وساتي.

د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د لګول شویو بندیزونو اساسي هدف د ایران په سیاسي مشرانو فشار راوستل دي؛ څو له خپل اټمي پروګرام نه لاس واخلي او یا لږ تر لږه ضمانت وړاندې کړي؛ چې دا پروګرام د اټمي وسلې د جوړولو لپاره نه دی.

افغانستان په سیمه کې واحد هیواد دی، چې له امریکا او اروپایي ټولنې سره ستراتیژیکې اړیکې لري، خو ایران هم د ځان ښه دوست بولي.

خو افغان کتونکي او خلک بیا په ایران کې له میشتو افغانانو سره کیدونکي چلند ته په اشارې د دغه هېواد پر وړاندې د افغان دولت په موجوده سیاست انتقاد کوي.