د افغانستان ملي جبهه راتلونکو ټاکنو ته د شک په سترګه ګوري

د افغانستان ملي جبهه وایي، چې که په افغانستان کې راتلونکي ټاکنې سمې ترسره نشي نو دا هېواد به له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ شي.

د دې جبهې مشر احمد ضیا مسعود چې د شنبې په ورځ یې په ټولنه کې د ښځو د ونډې په هکله غونډه کې خبرې کولې وویل، چې خلک په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د ټاکنو بهیر ته د شک په سترګه ګوري.

په دې غونډه کې د افغان ښځو د ټولنې مشر فتانې ګیلاني هم وویل، چې باید د ملي وحدت د رامنځ ته کیدو په خاطر ټول سیاسي حزبونه سره یو ځای شي.

په دې هکله نور حال د جمیلې ظریف په رپوټ کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د جمیلي ظریف راپور