"په افغانستان کې باید پوهنه او فرهنګي چارې پراخې شي"

د برتانیې سفیر د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د میوزیک د انسټیټوت په بیلابیلو ټولګیو ورګرځید. په ټولګیو کې زده کوونکي د موسیقي په زده کړه بوخت وو.

ریچارډ سټګ د دې تعلیمي او هنري مزکر له چارواکو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې خبرې وکړې.

د بریتانیې سفیر وویل، د لیک لوست زده کړه، پوهه او په فرهنګي چارو کې ښکېلیدل، د افغان نوي کهول ستر ضرورت دی.

ده وویل، همدا ارزښتونه کولی شي، چې په هېواد کې د ناامنیو بې ثباتیو، تاوتریخوالي او نورو ټولنیزو ناخوالو ځای ونیسي.

″افغانستان په څولسیزو کې له ډیرو تیارو څخه تیر شوی او اوس د یوې روښانه راتلونکي په لور روان دی. نو ډېره ضروري ده، پوهنه او فرهنګي چارې په کې پراخې شي، ځکه پوهنه او فرهنګ کولی شي په هیواد کې ثبات ټینګ کړي،
هنر هم له دغو لارو څخه ده، چې په دې برخه کې مرسته کولی شي. برتانیه حاضرده په دې برخه کې مرستې وکړي.″

په دې انسټیټیوټ کې اوسمهال شاوخوا یوسلو او پنځوس زده کوونکي د پوهنې وزارت د تعلیمي پروګرامونو سره مختلف مضامین لولي او ترڅنګ د موسیقي مختلف الات زده زده کوي.

په دې انسټیټیوټ د موسیقي په لګسونو برخې شته، چې زده کوونکي په کې د دوی په خوښه د یوې ازموینې له تیریدو وروسته شامل شوي دي.

د دې انسټیټیوټ له یوې زده کوونکې ″نګین″ څخه چې سرود زده کوي، څو پوښتنې مې ځنې وکړې، دې وویل:

″زما نوم نګین دی. په اتم ټولګي کې یم، دلته ډیر مضامین لولو، خو ترڅنګ یې موسیقي هم زده کوو، ما سرود انتخاب کړ، شوق مې ورسره و، د هنر وده د ځوانانو او په تیره د نجونو په ذهن ښه اثر غورځولی شي. هنر د د پرمختګ یوه ښه وسیله ده او غواړم زه او زما غوندې نورې نجونې دا پرمختګ وکړي.″

د میوزیک د انسټیټیوټ د چارواکو د معلوماتو له مخې په کابل کې د بریتانې فرهنګي مرکز له دې انسټیتیوټ سره پخواهم یولړتخنیکي مرستې کړې دي.

د افغان میوزیک د انسټیټیوټ مشر محمدناصر سرمست وویل، د برتانیې په مرستو مو د انسټیټوټ په یولړ پراختیایي چارو لاس پورې کړی دی:

″د برتانیې دولت او موسسې لومړۍ ادارې وې، چې د پوهنې وزارت او د موزیک د انسټیټیوټ غوښتنو ته یې مثبت ځواب ووایه، مالي مرسته یې وکړه چې له هغې څخه د زده کوونکو او استادانو د مسلکي ظرفیت په لوړولو کې کار اخیستل کېږي، دا مرسته دوه لکه او لس زره استرلنګ پونډه وه، د دوو ودانیو کار پرې پیل شوی دی.″

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې، یوشمېر افغان ځوانان په یولړ فرهنګي او هنري فعالیتونو او په تیره د موسیقي د ودې په چارو بوخت ښکاري، خو د دې ترڅنګ ګڼ شمېر پخواني سندرغاړي شکایت کوي؛ چې په ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې د ناامني له امله نشي کولی؛ چې فعالیت وکړي.

دوی وایي، ساز غږول او سندرې ویل، د دوی کار دی او له همدې لارې یې روزګار روان و، خو اوس چې پرې د فعالیت کړۍ تنګه شوي، اکثره یې وزګار او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

راپور: خان محمد سیند