د شکیل افریدي کورنۍ د هغه د زنداني کیدو ملامتي پرامریکا ور اچولې وه

د پاکستاني ډاکټر شکیل افریدي کورنۍ د هغه د زنداني کیدو ملامتي د امریکا پر متحدو ایالاتو ور اچولې وه.

شکیل افریدي هغه پاکستانی ډاکټر دی، چې د امریکا د استخباراتو له ادارې سره یې د اسامه بن لادن په پيدا کولو کې مرسته کړې وه.

د ده ورور جمیل افریدي نن په پيښور کې د رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د ډاکټر شکیل د وضعیت په اړه د اندیښنې لري، له هغه سره په زندان کې ګڼ شمېر طالبان هم شته.

د خیبر پښتونخوا د حکومت یوه چارواکي، بشیر بلور نن رویټرز ته په دې ارتباط وویل، چې دا زندانونه یوازې د جنایتکارانو لپاره دي، خو اوس تروریستان هم په کې ساتل کیږي.

د ښاغلي بلور په وینا، په زندان کې د ډاکټر شکیل افریدي ژوند له شکه پرته د خطر سره مخامخ دی خو سیمیز چارواکي يې د خونديتوب لپاره پوره هڅې کوي.