د ازادۍ راډیو د ۱۳۹۰ لمریز کال شخصیت ولمانځل شو

د ازادۍ راډیو د ۱۳۹۰ لمریز کال غوره شخصیت د شاه امان الله لور درې اتیا کلنه شهزادګۍ هندیا وه

د ازادۍ راډیو د ۱۳۹۰ لمریز کال د غوره شخصیت د لمانځلو په مراسمو کې وینا والو د ازادي راډیو له دې ابتکار څخه هرکلۍ وکړ او دا یې اشخاصو ته د ارزښت ورکولو او لا کار ته د هڅولو په برخه کې مهم اقدام وباله.

د ازادۍ راډیو د ۱۳۹۰ لمریز کال غوره شخصیت د شاه امان الله لور درې اتیا کلنه شهزادګۍ هندیا وه، چې ماشومانو ته یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ډیرې مرستې برابرې کړي دي.

شهزادګۍ هندیا د سې شنبې شنبې په ورځ په دې مناسبت د ازادۍ راډیو له خوا د ځانګړې ډالۍ له ترلاسه کولو وروسته وویل، چې ډیره خوشحاله ده او د پلار یې غازي امان الله هغه خبره هر وخت په یاد لري، چې ورته یې ویلي وو د پاچاهانو اولادونه باید خلکو ته خدمت وکړي:

"نه پوهیږم چې زه د دې جوګه یم او که نه ځکه کوم کارونه چې مې ترسره کړي تل مې فکر کړی چې زما دنده ده.

دا ډالۍ چې تاسو ماته راکړې دا د ټولو افغان ښځو لپاره دي نه یوازې زما، دا د هغو افغان ښځو لپاره دي چې زما په پرتله یې ډیرې زیارونه ګاللي دي.

ډیره مننه، ما په ټول عمر کې دومره ډالۍ نه درلودې او داسې ګمان مې هم نکاوه چې زه به یې جوګه یمه".


شهزادګۍ هندیا په بېلابېلو هېوادونو کې بسپنه ټولوي او د ډیرو ستونزو په ګاللوسره هغه افغانستان ته راوړي او دلته یې د بیوزلو ماشومانو په روزنه لګوي، د شهزادګۍ هندیا دا کار له تیرو څو لسیزو راهیسې دوام لري او ژمنه یې کړې چې د بیوزلو افغان ماشومانو لپاره به دا فعالیت همداسې جاري ساتي.

د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر څرګنده کړه، چې په معنوي لحاظ د هغو اشخاصو ستاینه چې هغوي په ملي سطح په بېلابېلو برخو کې رغنده کارونه کوي له ډیر ارزښت څخه برخمنه ده او له دې سره نور خلک هم د ملي کارونو ترسره کولو ته هڅول کیږي:

"دا شخصیت زموږ د هېواد تر ټولو غوره شخصیت دی، دا د شاه امان الله یوه نښه ده چې نن له موږ سره دلته ده واقعا د ویاړ ځای دی.

له ازادۍ راډیو نه هم غواړم، د ښځو لپاره چې کومې خپرونې لري نورې یې هم زیاتې کړي او زه یې له ښو پروګرامونو څخه مننه کوم".


ازادۍ راډیو له تیرو پنځو کلونو راهیسې د نوروز یا نوي کال په ورځ د تیر کال غوره شخصیت معرفي کوي، له شهزادګۍ هندیا مخکې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی، اوسنۍ سناتوره انارکلي هنریار، د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست او مشهور افغان سندر غاړی فرهاد دریا د غوره شخصیتونو په توګه معرفي شوي دي.

د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ وویل، چې ازادۍ راډیو د هرکال د شخصیت په غوراوي کې ډیر دقت کړی او واقعا هغه اشخاص یې معرفي کړي چې په یوه برخه کې یې د پام وړ کارونه کړي دي:

"دا اشخاص په رښتیا توانیدلي چې په خپله کاري برخه کې د خپلو خلکو لپاره د خدمت جوګه وي، واقعا دوي غوره شخصیتونه دي.

نن موږ له هغې ښه شخصیت لرونکې افغانې ښځې څخه په داسې حال کې نمانځنه کوو چې لاهم پر یو شمېر افغان ښځو تیری کیږي، لا هم ډیرې افغان ښځې بیسوادې دي او لاهم له بده مرغه افغان ښځې د لاس اله بلل کیږي".


د بیان او رسنیو ازادۍ په تیرو لسو کلونو کې د افغان حکومت له مهمو لاس ته راوړنو څخه بلل کیږي، ازادۍ راډیو په دې موده کې هڅه کړې چې د مطبوعاتو د قانون په چوکاټ کې د ډموکراسۍ د پیاوړتیا او د مدني ټولنو د جوړولو لپاره د پام وړ کارونه وکړي.

هرکال یوه کس ته چې په سیاسي، اقتصادي، بیارغونې، فرهنګي، ټولنیزو او داسې نورو برخو کې یې مهم کارونه کړي د کال د غوره شخصیت نوم ورکول د دې راډیو له ابتکاراتو څخه دي چې د سیاسي کړیو، مدني ټولنو او عامو خلکو له خوا د دې کار ډیره ستاینه کیږي.

http://pa.azadiradio.org/flashembed.aspx?t=vid&id=24619319&w=512&h=320