یو شمېرکوچیان ګرځنده ښوونځي د وخت ضایعه کیده بولي

کوچیان شکایت کوي، چې لس کاله وروسته هم د دوي د نفوس په پرتله یې د زده کوونکو شمېر خورا کم دی او د پوهنې په برخه کې ورته شوی کار په نشت حساب دی.

دوي له دولت څخه غواړي چې د پوهنې په برخه کې دې کوچیانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په ښوونځیو کې دې ورته د تعلیم کیفت ته پام واړي او ګرځنده ښوونځي دې ورته په ثاتبو لیلیه ښوونځیو بدل کړي.

ځینې کوچیان زده کوونکي شکایت کوي، چې تر اوسه ورته ښوونځي نه دي جوړ شوي او هغه ښوونځي چې جوړ شوي هم د ښوونځیو په ډول نه دي، هسې دولت په خړو اوبو ورته مخ منځلی:

"۱ نوم مې محمد عباس دی ۱۷ کلن یم، دلته ښوونځی نه شته موږ دې ته زیات ځوریږو،عمر مو عبس تیرشو، موږ له حکومت څخه غواړو چې موږ ته ښوونځي جوړ کړي، سیار ښوونځي زموږ په کلي کې نشته.

۲ نوم مې سیدولي دی، کارونه مو زیات دي وخت نه لرو، کارونه کوو،ښوونځي نشته چېرته درس ولولو.

۳ زما نوم اول خان دی سیار ښوونځي یې جوړ کړي دي ، خو چندیانې ښوونځي نه دي ،درس هیڅ په کې نشته،موږ کوچیان خلک یو نن دلته سبا اویا دوه میاشتې وروسته بل ځای ته ځو، همداسې پاتې یو،په دې کلي کې ۱۵۰ ماشومان دي ټول بې درس پاتې دي.

۴ څوک چې ځایونه لري ،د هغوي بچیان درسونه لولي اوچې کوم سړی مال ساتي ولې به دورغ سره وایو ،هغوی مالونو باندې مصروف دي ،له بچیانو یې درسونه پاتې دي."


د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا اوس مهال په ټول افغانستان کې کوچیانو ته ۱۳۰ ښوونځي جوړ کړي چې ۹ لیلیه لیسې،۱۷ سیار ښوونځي او پاتې یې لومړني، منځني او دینې مدرسې دي.

دوي وايي، چې په یادو ښوونځيو کې ۲۹ زره زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې شاو خوا ۷ زره یې انجونې جوړه وي.

د پوهنې په وزارت کې د کوچیانو د څانګې سلا کارغلام مصطفي وايي، چې سیار ښوونځي هومره ګټور ندي د دی په وینا تعلمي کال نه شي پوره او هم ورباندې یاد وزارت پوره نظارت نه لري:

"لکه څنګه چې د دوي د کوچ موده داسې ده ،چې تعلیمي نصاب په کې نه پوره کیږي، کله هم د ژمي تعلیمي نصاب نه شوي پوره کولای او کله هم داوړي تعلمي نصاب نه شي پوره کولای، نو د نصاب ستونزي دي، مجرب استادان نه لري چې درس ورکړي ،نوځکه ګټور نه تمامیږي د معارف نظارت هم ورباندې نشته."

په ولسي جرګې کې د کوچیانو استازي وايي په دې اړه یې څو څو وارې له ولسمشر کرزي او د پوهنې وزارت سره ناستې درلودې.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی یوسف صابر ازادۍ راډیو ته وویل:

"حکومت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د افغانستان د کوچیانو لپاره ثابت ښوونځي جوړ کړي او د هغوي لپاره لیلیې جوړې کړي، ځکه دوي همیشه په یو ځای باندې نه وي، له یوځاي نه بل ځای ته ځي نو ترهغه وخت پورې چې دغه امکانات حکومت سره پیداکیږي ، د دوي ماشومان چې لومړنۍ زده کړې د سیارو ښوونځيو له لارې کوي."

ښاغلي صابر دغه خبره مني چې ګرځنده ښوونځي ځکه د کوچیانو لپاره ګټور نه دي چې دوی زیات مصروف خلک دي کله چې کډې اړوي نو زده کوونکي دومره وخت نه شي پیداکولی ښوونځي ته ولاړشي.

د کوچیانو د لوي او خپلواک ریاست د چاراکو په وینا اوسمهال په هېواد کې نږدې ۵ میلیونه کوچیان اوسیږي چې په اوړي کې یخو او په ژمي کې ګرمو سیمو ته نږدې شپږ میاشتې د کوچ په حال کې وي.

د دې ریاست د پالیسي اوهماهنګۍ رییس وايي چې د کوچیانو د ریاست په جوړېدو سره کوچیانوته د تعلم په برخه کې زیات کار شوي:

"موږ له ۱۵۰ نه تر ۲۰۰ پورې فعال او غیر فعال ښوونځي لرو ،یواځې د کوچیانو لپاره ځانګړي شوي دي چې په دې کې ۱۵۰ فعال دي او باقي مانده غیر فعال دي."

له اټکل سره سم که چېرې کوچیان پنځه میلیونه وي او اوسهال یې نږدې ۲۹ زره زده کوونکی زده کړه وکړی اوهغه هم ځینې یې په سیار ډول دکتونکو په اند په هیڅ ډول هم کوچیانو ته د منلو وړندی، دولت باید په دې برخه کې د دوي غوښتنې ومني.

رحمت الله افغان، کابل