″تراوسه ایراني چارواکو د اوو تنو اعدام شويو مړي افغانانو ته سپارلي″

د نیمروز والي تاییدوي، چې په تیرې شاوخوا یوې میاشت کې ایرانیو مسوولینو د دې ولایت چارواکو ته د اوو تنو هغو افغانانو مړي تسلیم کړي دي، چې د ایران په زندانونو کې اعدام شوي.

بل خوا د نیمروز د ولايتي شورا ځینې غړي وايي، چې په دې وروستیو کې اولس افغانان په ایران کې په بیلابیلو جرایمو اعدام شوي دي.


که څه هم افغان چارواکو کره شمېر نه دی ورکړی، چې ایران په خپل وروستي اقدام کې د څو تنو افغان بندیانو په اعدام لاس پورې کړی دی؛ خو د نیمروز چارواکي تاییدوي، چې په تیرې یوې میاشتې کې ایرانیو پولیسو د اوو تنو مړي ور سپارلي دي.

د نیمروز والي عبدالکریم براهوي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه کسان د ثور د میاشتې له شلمې د جوزا تر لسمې پورې افغان لوري ته سپارل شوي دي:

″د ۱۳۹۱ کال د دویمې میاشتې له شلمې نیټې څخه د دریمې میاشتې تر لسمې نیټې پورې اوه مړي خلکو ته تسلیم شوي دي او هر یو یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي؛ اوه کسان دي، چې د بیلابیلو ولایتونو څخه دي.″

ښاغلي براهوي وویل، چې په یادو اعدام شویو کسانو کې له پنځه ویشت کلن نه تر یو شپیته کلن پورې کسان شامل دي.

د نوموړي په وینا په ایران کې اکثره افغانان د مخدره موادو د قاچاق او یا هم د قتل په تورونو په اعدام محکوم کیږي.

موږ هڅه وکړه، چې په ایران کې د اعدام شویو افغان کډوالو د دقیق شمېر په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنیدونوکو چارو د وزارتونو له مسئولینو نه معلومات واخلو، خو له هغوی سره مو اړیکه ټینګه نشوه.

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال نادر بلوڅ بیا ازادي راډیو ته د یو شمیر افغان کورنیو له قوله وویل؛ چې په تیرې یوې میاشت کې په ایران کې اولس افغان بندیان په اعدام محکوم شوي دي.

ښاغلي بلوڅ په دې اړه شک څرګند کړ، چې له افغان بندیانو سره دې ایراني حکومت سم عدالت کړی وي:

″موږ باوري چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغان کډوالو په وړاندې هیڅ وخت هغه څه نه کیږي، چې حق او عدالت وي. حتی داسې هم ویل کیږي، چې یو کس د مدافع وکیل او نورو مسایلو د نشتوالي له امله د بل پر ځای په اعدام محکوم شوی وي، د ایران اسلامي جمهوریت چې پر افغان کډوالو کوم قانون تطبیقوي، هغه هیڅکله هم عادلانه نه وي.″

په تیرو څو کلونو کې هم ایران په خپلو زندانونو کې یو شمیرافغان کډوالو اعدام کړي دي، چې له امله یې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ایران پر ضد مظاهرې هم شوي دي.

پخوا لیدل شوي چې ایراني حکومت افغان چارواکو ته په خپل هیواد کې په اعدام باندې محکوم شویو کسانو د شمیر او هلته د افغان زندانیانو په اړه په اسانۍ سره معلومات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې په ولسي جرګې کې هم ځینو وکیلانو په ایران کې د افغان بندیانو په اعدامیدو اندیښنه څرګنده کړه او له دولت نه یې وغوښتل چې په دې اړه له دیپلوماتیکو لارو له ایران سره خبرې وکړي.