ایران څلور اعدام شوي افغانان، په افغانستان کي خپلو کورنیو ته وسپارل

په ایران کې د څلور تنو اعدام شویو افغانانو مړي پرون په نیمروز ولایت کې افغانستان ته وسپارل شول.

ایران په وروستیو کې یو ځل بیا د افغانانو اعدامونه پیل کړي دي.

د ازادۍ راډیو خبریال له سیمې وايي دا څلور افغانان، چې جسدونه یې پرون خپلوانو ته وسپارل شول، د تخار او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي دي.

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال محمد نادر بلوچ وايي، چې د اعدام شویو افغانانو د اعدام علت څرګند نه دی.

راپورونه وايي، چې تیره اونۍ ۱۷ تنه افغانان د ایران په زاهدان ښار کې په دار ځړول شوي، خو له دغو څلورو تنو پرته تراوسه پوري د نورو مړي افغانستان ته نه دي سپارل شوي.

تېره اونۍ د افغانستان مشرانو جرګې په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامونو د لړۍ پر پراخېدو اندېښنه ښوولې وه.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو ویلي وه، چې دوی ته دا اوازې رسېدلې، چې
د کابل او واشنګټن تر منځ د سټراټیژیک تړون تر لاسلیک وروسته، ایران غواړي، چې بیا د افغانانو اعدامونه پیل کړي.