افغان میرمنې د طالبانو د بیا راتلو له وېرې له هېواده وځي

انګلستان چاپ ابزرور ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: افغان میرمنې د طالبانو د بیا راتلو له بېرې له هېواد څخه وځي – تر سرلیک لاندې د غیر حکومتي موسسو او ارګانونو په استناد یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:

د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه بهرني عسکر وځي خو له دي هېواد څخه همدا اوس د تکړه ، ځوانو او پوهو میرمنو فرار او تیښته پیل شوی ده.

ابزرور زیاتوي، د ښځو او نارینه و د حقونو مساوات ته د افغان حکومت د پوره ژمنې د نه موجودیت او د کار په ځای کې له ښځو سره د ناوړه چلند له وجي، افغان میرمنې اندیښمنې دي چې له افغانستان څخه د ناتو ځواکونو د وتلو په صورت کې به دوي د قدرت د ترلاسه کولو د سیالیو د سیاسي اجندا په وروستۍ برخې کې وې.

ورځپاڼې د جیندر یا جنسیت په چارو کې د ولسمشر حامد کرزي د سلا کارې خبره راخیستې چې وایي:

“په افغانستان کې په تېرو پنځو کلو کې ورځ تر بلې امنیتي وضعه خرابیږي.

په ۲۰۱۱ کال کې ۳۰۲۱ کسان په دي هیواد کې وژل شوي او طبیعي خبره ده چي ښځې له دغه مصیبت څځه زیاتې ځوریږي.

زیات شمېر ښځې او انجوني د تعلیم له نعمت څخه بي برخې کېږي ، کارونو ته نشي تلای او په کورونو کې بندې پاته کېږي”.

د جمهور رئیس د سلا کارې په وینا، د افغان حکومت ، طالبانو او نورو ډلو تر منځ خبرو کې د ښځو حقونه له پامه غورځول شوي دي.

ابزرور ورځپاڼه، د اکشن ایډ (Action Aid) موسسې راپور ته په کتنې لیکې: د افغانستان د ښځو په سلو کې اته شپیته د طالبانو په څېر نظام د بیا واکمن کېدو څخه په بیره کې دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې: د امریکا هلو ځلو په افغانستان کې د اپینو سوداګري بنده نه کړای شوه – یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکې:

امریکایي چارواکو څلور کاله وړاندې په افغانستان کې د اپینو د له منځه وړلو مبارزه پیل کړې وه، بېلابېلې ستراتیژۍ یي جوړې کړې او په تېرو لسو کلونو کې یي د کوکنارو د کر د له منځه وړلو لپاره له شپږ میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې هم مصرف کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، کوکناراو اپین چې د بزګرانو او قاچاق وړونکو لپاره د زیات عاید منبع ده، حکومتې چارواکې او طالبان دواړه یي په اړه جګړه کوي او دا مسله د امنیت ښه کولو مهمې هلي ځلې ګڼل کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان او پاکستان ته د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک د نشه یی موادو په اړه ویلي و“ په افغانستان کې د نشه یي موادو له منځه وړل ډېر ضروري دي او کنه نو هرڅه به ناکامه شي”.