د موسیقي له زده کړې سره د افغان ځوانانو لېوالتیا تر پخوا ډېره شوې

په کابل ښار کې اقتصادي ستونزې او څه ناڅه مینه اوعلاقه د دې سبب شوی؛ چې ګڼ شمېر ځوانان د لیک لوست پرځای د موسیقي زده کولو ته مخه کړي.

دا ځوانان چې د کابل په زاړه ښار کې د موسیقي د زده کړو په کورسونو کې بوخت دي وایي، کولی شي، چې له دې لارې خپلو کورنیو ته خرڅ وګټي.


د کابل په زاړه ښار کې ځوانان د موسیقي د بېلابېلا الو په زده کړه بوخت او غواړي، چې په راتلونکي کې سازغږونکی یا سندرغاړي شي او له دې لارې د خپلې کورنۍ خرڅ برابر کړي.

نن سبا په کابل ښار کې د موسیقي دزده کړې کورسونه له بل هروخت څخه زیات پرانیستل شوي دي.

د کابل ښار سنګتراشي، شوربازار، کوچه خرابات او د زوړ ښار یوشمېر نورې برخې، هغه ځایونه دي، چې لسګونه ځوانان په کې د سیمه ییزو او کلاسیکو استادانو له خوا د موسیقي د الاتو په زده کړه بوخت دي.

د موسیقي د زده کوونکو له ډلې یو مسیح اله نومیږي، دی وایي د کور خرڅ اړکړی، چې د ښوونځي لاره پریږدي او د موسیقي لاره ونیسي.

″زه له موسیقي سره ډولکی غږوم، دا راته د پلارنیکه څخه راپاتې دی، تر اتم ټولګي مې درس ولوست بیا نو د کور اقتصادي وضیعیت اجازه رانه کړه چې نورې زده کړې وکړم، اوس د همدې لارې د کور خرڅ ګټم.″

نواب ساحل، قیص صمدي او خلیل احمد امیري هغه ځوان سندرغاړي دي؛ چې وایي، موسیقي یې له پلرونو او یا د کورنیو له نورو غړو زده کړې، اوس یې کاروبار ګرځیدلی او د خپل زیار زحمته پیسې ګټي.

دوی پر ځینو ځوانانو انتقاد کوي، چې د موسیقي د هنر کیفیت ته پام نه کوي او یوازې په یو څو مستو او شوخو سندرو د ځینو خلکو پام ځانته
را اړوي او پر مسلک سوداګري کوي.

″۱- نن سبا تکړه او پوه هنرمندان پرځای ناست دي او هغه څوک چې پیسې لري، په تاجکستان کې یو کلیپ جوړوي، ځان پرې مشهور کړي او پیسې ګټي.

۲ - موږ ټولو ته بد نه وایو، خو هغه ځوانان چې موسیقي ته راوتلي، باید لږڅه خو د موسیقي اساسات زده کړي. د دې موسیقي پراصیلي موسیقي اغیز کوي.

۳- ځینو ځوانانو پر هنر او موسیقي سوداګري پیل کړې او کیفیت، شعر او داسې نورو ځانګړتیا و ته یې پام نه کوي.″

سربیره د سیمه ییزې او کلاسیکې موسیقي پر دغه سندریز چاپیریال په کابل ښار کې د علمي موسیقي د زده کړې یو ملي انسټيټیوټ هم فعال دی.

د دې انسټیټیوټ مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست وایي، په دې انسټیټیوټ کې څه کم دوه سوه هلکان او نجونې د هېواد د اصیلې موسیقي او غربي موسیقي مختلف الات او اساسات زده کوي:

″زموږ د موسیقی زده کوونکې د موسیقي په دواړو برخو یعنې کلاسیک او لایټ موسیقي کې کار کوي او عملي او نظري توګه د دواړو موسیقیو اساسات زده کوي، دلته یوسلو پنځوس زده کوونکي زده کړې کوي، چې څلویښت یې نجونې دي، د موسیقي زده کړه د ډيموکراسي او ترقي یوه بیلګې ده.″

سرمست وایي، د دې انسټیټیوټ زده کوونکي په دی مقصد موسیقي نه زده کوي، چې مقصد یې د سازونو او سرود ونو له لارې یوازې او یوازې د پیسو ګټل وي.

د دې انسټیټیوټ د رباب، ګیټار، ستار او سرود په تولګي کې مې یوه ځوانه نجلۍ ولیده، چې ″سرود″ یې په غیږ کې او یوه نرمه او زړه وړونکې نغمه غږوي.

د دې نوم فضیله ضمیر ده، ترې مې وپوښتل، چې څومره وخت کیږي، چې موسیقي زده کوي:

″یوکال کېږي، چې سرود غږوم او کوم راګ چې اوس یې غږوم بوپالي کلاسیک راګ دی، زه ډېره خوشاله یم، غواړم په راتکونکي کې د هېواد نورو نجونو ته موسیقي زده کړم، دا به د ښځو د حقونو په برخه کې یوګام وي.″

دې داهم وویل، د موسیقي هنر د نورو هنرونو په څیر د ځوانانو د ذهنونو د روښانولو او د نظریاتو د څرګندولو ښه وسیله ده.

دې پرکورنیو غږ وکړ، چې که نجونې یې د موسیقي له هنر سره مینه ولري، دا حق دې ورکړي، چې د دې په زړه برابره د موسیقي یوه اله زده کړي.

نن سبا هغه ځوانان چې غواړي د سرودونو اوسازونو په میدان ورګډ شي، زیاته هڅه کوي، چې خلک یې د ټلویزیون پر پرده وویني.

خو موسیقي پوهان وایي، دا ځوانان باید په یوې سندره کې، د سازونو او سرودونو هم اهنګي، د موسیقي د الاتو پرځای جوړښت او ښه شعر ته پام وکړي.

د ټولنیزو چارو پوهان وایي، ښه موسیقي پر انسان ښه لګیږي او هغه ځوانان چې ورسره مینه لري او زده کولی یې شي، ورته په کار ده، چې زده کړه، ښوونځي او تعلیم، یې قرباني نه کړي.

راپور: خان محمد سیند