"د ګواښونو سره سره به خپلو زده کړو ته دوام ورکړو"

که څه هم په دې وروستیو کې د ښوونځیو پر وړاندې امنیتي ګواښونه ډیر شوي، خو د لیرې پرتو سیمو نجونې زده کوونکي وایي، چې هیڅ ډول ګواښونه به د دوي د زده کړو مخه ونه نیسي.

د تخار له ولایت څخه راپورونه وایي چې د تالقانو ښار د بي بي هاجرې په لیسه کې یو سلو یوویشت زده کوونکي مسمومې شوې.

د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې ځیني بهرنیو استخباراتي کړیو هڅې تیزې کړي چې د ښځینه ښوونځیو، زده کوونکي مسمومې او پرې یې نه ږدي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د تخار ولایت یو شمېر نجونو زده کوونکو ازادۍ رادیو ته وویل، د ګواښونو سره سره به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي:

«موږ هغه خلک چې دا عمل يي ترسره کړي غندو، که دوي سل ځله ښوونځي وګواښوي، زده کوونکي به بیا هم ښوونځیو ته لاړ شي.

د پوهنې دښمنان که هرڅومره نجونې مسمومې کړي، زموږ د زده کړو مخه نه شي نیولی.

موږ له هر ډول ګواښ سره سره بیا هم ښوونځیوته ځو.»


ویل کیږي، چې د مخالفینو د ګواښونو له امله د غزني په ولایت کې په لسګونو ښوونځي او د ننګرهار ولایت د خوګیانیو په ولسوالۍ یو شمېر تړل شوي دي.

سره له دې چې وسله وال مخالفین پر ځانونو د زده کوونکو د مسمومولو تور نه مني، خو امنیتي چارواکي وایي، چې مخالفین د سیمي د استخباراتي کړیو په لمسون هڅې کوي چې پر ښوونځیو بریدونه ترسره او د زده کړې بهیر ودروي.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف اله مشعل د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د افغانستان پر ښوونځیو د بریدونو پریکړه د کویټې په غونډه کې شوې ده.

ده ویلي چې دې غونډې ته د حقاني د شبکې استازی هم غوښتل شوی وو:

«دا غونډه چې موږ ترې خبر یو، د ثور د میاشتې په اتمه د پاکستان په کویټه ښار کې جوړه شوې وه، مشري یي ملا ذاکر قیوم کوله، د حقاني او د پیښور شبکو په کې هم ګډون کړی و.

د دې لپاره چې دوي جنګي امکانات نه لرل، چریکي بریدونو ته یې وګمارل چې ښوونځي وسوزوي او په تلویزیونونو او ویب سایټونه کې یاد شي.»


د ملي امنیت ریاست دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې، د پوهنې وزارت چارواکو هم ویلي چې د هېواد پر ښوونځیو د بریدونو پلان د هېواد له پولو اخوا ترتیبیږي.

د دې وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال محمد اصف ننګ د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، دوي تیار دي چې د امنیتي ارګانونو په مرسته، د دې بریدونو مخه ونیسي:

«دا داسې پیښې نه دي، چې سړی ورته وارخطا شي، خدای دې وکړي چې نورې تکرار نه شي، موږ له امنیتي او کشفي ارګانونو سره په ګډه د ښوونځیو او زده کوونکو خوندیتوب ته تدابیر جدي کړي دي، مخالفین په دې کارونو نشي کولای چې د پوهنې د بهیر مخه ونیسی، بل دا چې د افغانستان ولسونه د پوهنې ترشا ولاړ دي.»

ویل کیږي، چې کابو میاشت مخکې د تخار د رستاق د نجونو د لیسې څه باندې پنځوس نجونه مسموم شوې وې.

د افغانستان په ځینو ناامنه ولایتونو کې اوس مهال څه باندې څلورلکه زده کوونکي د ښوونځیو د تړلو له امله، له زده کړو بې برخې دي، خو د پوهنې وزارت وایي، د ښوونځیو پرانیستو ته یې هڅې پراخې کړي او ښې نتیجې یې هم ځنې اخیستی دي.

راپور: خان محمد، سیند