د حقاني ډلې یو غړی او د طالبانو یو تمویلوونکی د بندیزونو په لیست کې شامل شول

د امریکا خزانې وزارت پرون د حقاني ډلې یو غړی او د طالبانو یو تمویلوونکی د خپلو بندیزونو په فهرست کې شامل کړل.

د دې وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې په تور فهرست کې د بخت ګل او عبدالباقي باري د نومونو شاملول هغه اقدام بلل شوي، چې هدف یې د دې خبرې یقیني کول دي چې په افغانستان او پاکستان کې د بریدونو او تروریستي فعالیتونو طراحان به بیا هم حاشیې ته او له نړېوال مالي سیسټم څخه به یې رابطه قطع شي.

د لګول شوېو بندیزونو له مخې په متحدوایالاتو کې د بخت ګل او عبدالباقي باري ټولې شتمنۍ ضبطېږي او امریکايي وګړو ته له دې کسانو سره د معاملې اجازه نه ورکول کېږي.

د خزانې وزارت په اعلامیه کې بخت ګل د حقاني ډلې د عامه اړیکو مسوول بلل شوی، چې د دې شبکې د مهم مشر بدرالدین حقاني ترلاس لاندې کار کوي او باري د وسله والو طالبانو مالي مسوول بلل شوی چې د راپورونو له مخې تورې پیسې سپینوي، د طالبانو له سرچینو مالي مرستې ټولوي او په پاکستاني بانکونو کې یې زیرمه کوي.

دی همدا راز تورن شوی چې په افغانستان کې د القاعده شبکې لپاره چنده ټولوي.