د ازبکستان، بیلاروس او ایران د رسنیو د سانسور په مخکښانو کې شمیرل شوي

د خبریالانو د څارنې ډلې په خپل نوي رپوټ کې د ازبکستان، بیلاروس او ایران چارواکي په نړۍ کې د رسنیو د سانسور په مخکښانو کې شمیرلې دي.

په نیویارک کې دغې میشتې کمیټې ویلي دي، په ازبکستان کې خبریالان ځورول کیږي او محاکمه کیږي.

په بیلاروس کې همدې ډول چلند ازاد خبریالان ترې تم کړې دي. د ایران په اړه د خبریالانو د څارنې ډله څرګندوي، چې ایراني حکومت د دې لپاره چې د سیاسي ناکراریو مخه ونیسي ویب پاڼې یې بندې کړې دي او پر خبریالانو یې فشار راوستی دی.