ايراني هنرمندانو له افغان کډوالو ملاتړ څرګند کړ

په ايران کې د افغان کډوالو يو زندان

د ایران د مازندران ښار چارواکو تر دې پریکړې وروسته چې افغان مهاجرین باید وایستل شي، یو شمیر ایراني سینماګرانو او هنرمندانو د مهاجرینو د ملاتړ لپاره ږغ اوچت کړی دی.

دایراني هنرمندانودا ډله به د همدې میاشتې په ۲۲ او ۳۲ په مازندران کې وي.

د ایران حکومت اعلان کړی دی چې د سرطان د میاشتې تر لسمې وروسته به افغان مهاجرین له مازندران څخه ایستل کیږي.

په دوی کې د ایران د سینما پیژندل شوي کسان لکه لیلا حاتمي، نیکي کریمي او علي مصطفى شامل دي. دوی په مازندران کې له میشتو افغان مهاجرینو سره د همږغۍ او همدردۍ د څرګندولو په خاطر دې ښار ته ځي.

په ایران کې خپریدونکي شرق ورځپاڼې ویلي دي، چې دا هنرمندان به په مازندران کې بیلا بیل فلمونه نندارې ته وړاندې کړي ترڅو د چارواکو له پریکړې سره خپل مخالفت اعلان کړي.

ویل کیږي چې ښايي فلم جوړونکی، اصغرفرهادي هم په مازندران کې د مېشتو افغانانو پر ضد د حکومت پر پرېکړه د اعتراض څرګندولو لپاره دې ښار ته ورشي.

اصغر فرهادي د خپل فلم (جدايي نادر از سیمین) په خاطر سږکال د اسکار جایزه وګټله. دی به دا فلم د مهاجرو افغان ماشومانو په څو ښوونځيو کې نندارې ته وړاندې کړي.

اصغر فرهادي ویلي دي : په ایران کې د بېکارۍ او نا امنۍ په خاطر د افغان مهاجرینو ملامتول، له مسوولیت څخه تښتیدل دی.

د ایران د مهر خبري اژآنس په حواله، په وروستیو کې د مازندران ښار د مهاجرینو د چارو مسوول سید تقي شفیعي ویلي دي، چې (دا ښار باید له افغان کډوالوپاک شي. )

شفیعي د ایران مهر خبري اژانس ته ویلي، چې د پریکړې پر اساس، یوازې په مازندران کې د افغانانو پر اوسیدلو ممانعت وضع شوی دی .

چارواکو ویلي دي، چې په دې کې هغه افغانان هم شامل دي، چې قانوني اسناد لري.



د ټولنیزو چارو یوه څيړونکي حسین قاضیان، د ازادۍ راډيو د ايرانۍ څانګې فردا راډيو ته په دې اړه ویلي دي، چې په ایران کې تل د میشتو افغانانو په وړاندې منصفانه چلند نه دی شوی.

د ایران حکومت ، ټولو هغو افغان کډوالو ته چې په تهران کې میشت دي اعلان کړی دی چې د سرطان تر لسمې نیټې باید خپل اسناد برابر کړی.

ایراني مقاماتو اعلان کړی دی، چې هیڅ څوک نه شي کولای چې په تهران کې میشتوغیر قانوني مهاجرینو ته کار ورکړي .

د ایران دولت وايي چې یو ملیون افغانان په قانوني ډول او دوه میلونه غیر قانوني افغانان په دې هیواد کې اوسیږي.