پر امريکايي پوځ د احمد اميد خپلواک د وژنې له کبله انتقاد شوى

خپلواک

ګارډين:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې يو مطلب خپور کړى، چې ګواکې په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو په دې خاطر انتقادونه شوي، چې د بي بي سي د يوه سيمه ييز خبريال احمد اميد خپلواک د وژنې موضوع يې پټه ساتلې وه.

ورځپاڼه ليکي، د تېر کال په جولاى مياشت کې د بي بي سي سيمه ييز خبريال د ارزګان ولايت د ملي راډيو- ټلويزيون په ودانۍ کې د حملې ښکار شو.

د ورځپاڼې په حواله، ايساف ځواکونو په پيل کې له دې خبرې انکار کاوه، چې خپلواک دې د بهرنيو ځواکونو له خوا وژل شوى وي، دوى ادعا کوله چې خپلواک د وسلوالو طالبانو په بريد کې وژل شوى دى. کله چې د احمد اميد خپلواک د کورنۍ غړو خپل ږغ پورته کړ او ويې ويل د مقتول په بدن کې د مرمۍ له ځاى او ځينو نورو قرائينو داسې ښکاري چې بهرنيو ځواکونو ورباندې ډزې کړي، له دې سره سم د خپلواک کورنۍ د ټليفون له لارې وګواښل شوه، چې بايد غلې وي.

ګارډين ورځپاڼه ليکي، د مسئلې پټول د دې سبب شول، چې د خپلواک د کورنۍ غړي بېځايه ناراحته او ژوند يې له فشارونو سره مل شي.

د خبريالانو د ملاتړ خپرونه:

د خبريالانو د ملاتړ ادارې د خپلې خپرونې په وروستۍ ګڼه کې پر همدې مسئلې مطلب ليکلى او زياتوي د خپلواک د وژنې په اړه حقايق دوې مياشتې وروسته خپاره شول، ځکه په څېړنو کې څرګنده شوه، چې احمد اميد خپلواک د امريکايي سرتېرو له خوا وژل شوى دى.

د ايساف ځواکونو يوه قوماندان هغه وخت ويلي وو، چې امريکايي سرتېرو فکر کاوه خپلواک به د طالبانو د ډلې سړى وي، ښايي ځانمرګى بريد وکړي، ځکه خو يې ورباندې ډزې وکړې.

د خبريالانو د ملاتړ ټولنه په خپله خپرونه کې ليکي، دا پېښه څرګندوي چې په افغانستان کې بايد د بهرنيو ځواکونو جګړه ييزه قاعده بدله شي، چې ملکيانو ته کوم زيان ونه رسېږي.

د خپرونې په باور، که دغه قاعدې مخکې بدلې شوې واى او امريکايي سرتېرو په ډېره بيړه عمل نه کولاى، ښايي خپلواک به نه و وژل شوى او په لسګونو نور ملکيان به هم نه وو قرباني شوي.

خپرونه په خپل مطلب کې زياتوي، اوس چې امريکا غواړي د افغانستان په جګړه کې بدلون راولي، ښه دا ده چې دغه قاعدې هم بدلې کړي او که ممکنه وي د نويو قاعدو او کړنلارو په جوړونه کې د خبريالانو له سازمانونو سره هم يوه اندازه مشوره وکړي، څو بل ځل هغه خبريالان چې د جګړې صحنې ته ځي، له کوم خطر سره مخامخ نه شي او ملکيانو ته هم کوم ګواښ پېښ نه شي.