د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي لپاره یوه نوی پالیسي جوړه شوه

نا امنې، بیوزلې او بیکارې تل هغه عوامل بلل کیږي، چې افغانان بهرنیو هېوادونو ته د غیر قانوني مهاجرتونو لپاره اړ باسي.

د کډوالو چارو وزارت مرستیال عبدالصمد حامې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د محمود طرزې د فکري بنسټ په نوښت جوړه شوی غونډه کی وویل، چې د غیر قانونې مهاجرتونو د مخنیوې لپاره په یوې پالیسي کار روان دی.

نوموړی وایي، د دغه پالیسي له پلي کېدو وروسته به بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه تلونکو کسانو ته عامه پوهای ورکول کیږې او له بهرنیو هېوادونو سره به افغانانو ته د قانوني تګ لپاره تړونونه لاس لیک کیږي.

ښاغلی حامې وایي، که څه هم دوي په بشپړه توګه د غیرې قانوني مهاجرتونو مخه نشی نیولای خو وایي، چې د دې پالیسي په جوړیدو سره به د افغانانو مهاجرتونه تر ډیره منظم او ګاونډیو هېوادونو ته به په اسانه تګ راتګ وکړای شي:

"له یو شمېرهغه هېوادونو سره چې افغانان په کې اوسیږي، تفاهم لیکونه مو امضا کړي، چې مهاجرتونه اسانه کړي.

همدا شان موږ د سیمي په کچه د افغانانو د ستونزې د هوارولو لپاره درې اړخیزه ډیالوګ پیل کړی، چې دا ستراتیژیک به افغانانو ته اجازه ورکړي، چې افغانان په منظمه توګه او قانوني توګه وکړای شي د سیمي په کچه سفر وکړي، ژوند وکړي او یا هم کار وکړي."



د کډوالو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې دمګړۍ د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

نوموړي وایی، که څه هم ډیر شمېر افغانان په ایران او پاکستان کی اوسیږي، خو وایي چې د دې کډوالو لپاره د اسانتیاو د برابرولو په هدف د دریو واړو هېوادونو ترمنځ به یو تفاهم لیک لاس لیک شي.

نوموړی وایي، چې ټاکل شوې، دا تفاهم لیک د مې میاشتې په لومړیو کې په سویس کې لاس لیک شې.

په همدې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ د جرګې مشر عبدالرحمان هوتکي په افغان حکومت او نړېواله ټولنه انتقاد وکړ، چې د افغانانو د غیرې قانوني مهاجرتونو د راکمولو لپاره یي کار نه دی کړی.

نوموړی وایي، له افغانستان څخه د غیرې قانوني مهاجرتونو کچه په دې وروستیو کلونو کې خورا لوړه شوې.

د افغانانو د غیری قانونې مهاجرتونو د مخنیوی لپاره داسی مهال هڅی روانې دی، چې ډیری افغانان پدی ډول مهاجرتونو کې وژل شوي او یا هم نیول شوی دی، چې تازه بیلګې یی پدی وروستو اونیو کې استرالیا ته د تګ په حال کې د اندونیزیا په ابو کې دافغانانو د بیړیو ډوبیدل دی.

راپور: ذکیه غیاثی نذیر