افغانستان کې تازه ډله ایز بریدونه پاکستان کې پلان شوي وو

په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر

په کابل کې د امریکا سفیر د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې افغانستان ته د ترهګرو د راننوتو او په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر ریان کراکر د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو موجودیت، خپله د پاکستان او د سیمې د هېوادونو په زیان دی.

رایان کراکر د کابل، جلال اباد، ګردیز او پل عالم د تیرې یکشنبې ورځې حملو ته په اشارې وویل، چې دغه ډله ییزې حملې په پاکستان کې پلان شوې وې:

"د حقاني شبکه د دغو حملو مسوله وه، موږ پوهیږو چې د دغو حملو پلان چیرته جوړ شوی وو.

دا پلان په افغانستان کې نه بلکې د شمالي وزیرستان په میرانشا کې جوړ شوی وو.

د دغې شبکې د ځالو او خوندي ځایونو پرضد باید اقدامات وشي، ځلکه ددوی موجودیت افغانستان، د امریکا متحده ایالاتو او خپله پاکستان ته یو ګواښ دی.

پاکستان باید په دې اړه اقدام وکړي، او دغه اقدام باید ددې لپاره وي چې د وسله والو طالبانو خوندي ځایونه را کم شي."


په دې ډله ایزو حملو کې ټول حمله کوونکي، چې شمېر یي شپږ دیرش کسه ښودلې کیږي، یولس امنیتي سرتیري او څلور ملکي وګړي ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل هم د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د کورني امنیت په کمیسیون کې وویل چې، دغه حملې په پاکستان کې پلان شوې وې.

ښاغلي نبیل همدا راز اندیښنه څرګنده کړه، چې په پاکستان کې زیاتره دیني مدرسې تړل شوي او د یوه نیول شوي وسله وال طالب له قوله یې وویل، چې دا مهال د پاکستان په یوه مدرسه کې ۲۰۰ ځآن وژونکي روزل کیږي .

افغان حکومت او لویدیځ متحدینو یې په وار وار له پاکستانه غوښتي چې په دې هېواد کې د ترهګرو ځالې وځپې او پرې نه ږدي چې وسله وال کسان افغانستان ته راشي.

خو تر اوسه هم په پاکستان کې موجود وسله وال د افغان حکومت لپاره یو لوی ګواښ دی او د راپورونو له مخې په افغانستان کې زیاتره حملې د پاکستان له خاورې پلانیږي.

په ورته وخت کې افغان کتونکي وایي، چې ترڅو امریکا او افغانستان په ګډه پرپاکستان فشار رانه وړي ، ددې امکان نشته چې پاکستان دې د ترهګرو پرضد جدي اقدام وکړي.

افغان کتونکی احمد سعیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا مهال د پاکستان په وړاندې د امریکا او افغان ولسمشر حامد کرزي دریځ توپیر لري.

نوموړی زیاتوي، ترڅو چې دا دریځ سره یو نه شي، پاکستان به دې ته زړه ښه نه کړي چې د ترهګرو ځالې وځپي:

"امریکا غواړي چې په پاکستان فشار راوړي، خو دغه فشار هغه وخت لا ګټور وي چې افغان حکومت هم لکه د امریکا غوندې یوه ستراتيژي او همداسې باور ولري.

تراوسه ښاغلی کرزی دا باور نه لري چې دغه ترهګر له پاکستانه راغلي، حتی غیر مستقیم وایي چې کیدای شي دغه حمله امریکایانو کړې وي.کرزی چې ترڅو ترهګرو ته ورور خطاب کوي، دا په ملي پولیسو او اردو هم بد اغیز کوي. زما باور دادی چې افغان حکومت او امریکا باید لاس یو کړي او په پاکستان فشار راوړي چې نور له ترهګرو ملاتړ ونه کړي."


په کابل کې د تیرې یکشنبې ورځې حملې نوې نه وې، بلکې له دې وړاندې هم د هیواد په ګوډ ګوډ کې ورته حملې شوې وې چې مسولیت یې ترډیره د حقانی شبکې منلی دی.