د کوټې ډولچيان وايي، جنګي حالاتو د دوي پرکارهم اغېزکړى

يو بل ځوان محمدهاشم چې د ډول په جوړولو بوخت دى، راته وايي چې نن سبا يې جنګي حالاتو د ډول درزا ته د څڼېورو ځوانانو د اتڼ مخه هم نيولې

په کوټه کې ډول وهونکي هنرمندان وايي، د دوي کار مخ پر ځوړ راغلى او نن سبا يې نه خلک چندان ودونو ته بيايي او نه خلک ورته د عزت په سترګه ګوري.

دوي وايي، له پلار نيکه ور پاته کسب يې د مرګ په حالت کې دى خو حکومت ورته د نورو کارونو زمينه هم نه برابروي.

په افغانستان او د ډيورنډ کرښې پورې غاړې ته د ودونو او نورو د خوشالۍ په مراسمو کې ډول وهل يو پخوانى دود دى، خو د نوې ټيکنالوژۍ په راتګ سره په ودونو کې د ډول پر ځاى خلک د ټنګ ټکور پروګرامونه جوړوي او يا په غټو سپيکرونو کې سندرو ته اتڼ کوي.

د کوټې د زرغون سړک او سرياب سړک تر منځ د پلۀ پر پياده لاره ګڼ شمېر ډول وهونکي ناست وي، دوي په دې تمه وي چي يو څوک يې ودونو يا نورو د خوشالۍ مراسمو ته بوځي، خلکو ته ډول ووهي او په بدل کې يې خپلو اولادونو ته د ډوډۍ پيسې پيدا کړي.

په دوي کې يو تن چې ظاهر استاد نومېږي، سترګې يې تورې کړي او وېښتان يې غوړ کړي، وايي د پخوا په پرتله يي خلک ډېر لږ ودونو ته غواړي چي له امله يې د دوي کار ډېر بېخونده شوى دى:

"اوس ټلويزون او نور نوي شيان راغلو خلک چندان د ډول شوق نه کوي، زموږ ژوند ښه نه دى، پخوا مو کارونه ډېر وو خو اوس ډېر کم دي، خلکو پرمختګ وکړ خو موږ لا هماغسې غريبان يو، زه هنرمند سړى يم خو اوس مجبور يم چې دا کار پرېږدم او يوه وظيفه پيدا کړم چې په ارام ژوند وکړم، موږ هم د ښه ژوند ارمان لرو"

د سړک له غاړې ناست دغه ډولچيان له څرمنو څخه درياوې هم جوړوي چي په بېلابېلو رنګونو يې ګلونه او ستوري هم ورباندې جوړ کړي وي.

موږ چې کله ودونو ته ځو، ډېره خواري کاږو، خو خلک پر موږ پسخند وهي، موږ هم عزت لرو، زه په سورنا، په ډول او په اتڼ کې استاد يم، خو خلک مو په سپکو نومونو يادوي

يو بل ځوان محمدهاشم چې د ډول په جوړولو بوخت دى، راته وايي چې نن سبا يې جنګي حالاتو د ډول درزا ته د څڼېورو ځوانانو د اتڼ مخه هم نيولې ده او دوي لاس تر زنې د موټرو په دوړو کې دې ته په تمه دي چي د چا د خوشالۍ په مراسمو کې خپلو ډولونو ته لښتې ور واچوي:

"زه دلته ډول او درياوې جوړوم، يوه دريه په دوه نيم- درې سوه کلدارو خرڅوو، غريبي ده، ګراني ده، کاروبارونه نه شته، جنګي حالات دي خلک مو ودونو ته هم نه بيايي، بدامنۍ زموږ پر کار هم ډېر اغېز کړى دى."

که څه هم دغه ډولچيان خلکو ته په ډول وهلو سره د خوشالۍ موقعې برابروي، خو دوى اکثره د کوټې ښار په بېلابېلو ځايونو کې په خېمو او يا په کوډلو کې اوسېږي او ډېر کم يې دا توان لري چې په کرايو کورونو کې ژوند وکړي.

يو بل سپين ږيرى ډولچي کريم بخش چې مخ ته يې ډېرې درياوې پرتې دي، د پوليسو او خلکو له ځورونو سر ټکوي:

"سرمستاني ډولچيان يو، درياوې هم خرڅوو، د بچيانو لپاره ګوله ډوډۍ ګټو، خداى مهربانه دى خلک يې راڅخه اخلي، پښتانه بلوڅان، پنجابيان او نور خلک يې هم اخلي، خو دلته د سړک له غاړې مو پوليس او عام خلک ځوروي دلته مو نه پرېږدي، موږ اوس له خپل ژونده تنګ شوي يو، بله لاره نه لرو دا مو د پلار نيکه کسب دى."

سره له دې چې دلته خلک د ډول له درزا خوند اخلي او اتڼونه ورته کوي، خو ډولچي ته په ښه سترګه نه ګوري. ډولچي ظاهر استاد وايي د خلکو دا ډول ځورونو او سپکو نومونو دوي له خپل کسبه زړه توري کړي دي:

"موږ چې کله ودونو ته ځو، ډېره خواري کاږو، خو خلک پر موږ پسخند وهي، موږ هم عزت لرو، زه په سورنا، په ډول او په اتڼ کې استاد يم، خو خلک مو په سپکو نومونو يادوي، څوک راته ډمان وايي او څوک راته څه وايي، ځکه مو اوس له دې خپل کاره زړه مات شوى دى"

د يادونې وړ ده چي په ښاري سيمو کې که خلک تر ډېره په ودونو او د خوشالۍ په نورو مراسمو کې ډولچيان نه بيايي او د موسيقۍ له نويو او قوي آلاتو او غټو سپيکرونو کار اخلي، خو په کليوالو سيمو کې له ځينو ځانګړو قبيلو پرته په نورو خلکو کې د ډول وهلو او اتڼ کولو دود کم شوى دى چي يو علت يې له ډول او موسيقۍ سره مذهبي اختلاف ګڼل کېږي.

بارکوال مياخېل- کوټه