بادغیس: د بالامرغاب ولسوال د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوې

په بادغیس کې چارواکو تایید کړې، چې د بالامرغاب ولسوال د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوې دې.

د بادغیس د والي له دفتره په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا چاودنه پرون ناوخته رامنځ ته شوې، چې په کې هاشم خان حبیبي لومړې سخت ټپي او بیا یي په روغتون کې ساه ورکړه.

بل لور ته د تخار امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د یوې پینځه کسیزه وسله والې ډلې د نیولو خبره کوي.

د تخاروالي عبدالجبار تقوا نن په یوې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل، چې ، نیول شوې ډله د کابل بانک په پيښه کې هم لاس لري.