په پښتو او دري ژبو کې د ځینو نابلدو لغتونو د راننوتو اندېښنې

د افغانستان یو شمېر خلک د دوي په دوو رسمي ژبو ( پښتو او دري ) کې د ځینو نوېو او نابلدو لغتونو او په خپل سر جوړو شوېو ترکېبونو اندیښمن کړي دي.

دوي وایي، په چاپي رسنیو کې داسې څه لولي او په رادیو ګانو او تلویزیونونو داسې څه اوري او ویني چې، په مفهوم یي نه پوهیږي.

د کابل یو شمېر اوسیدونکو له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې، پر یو شمېر رسینو انتقاد وکړ، چې په خپرونو کې د هېواد د اصلي پښتو او دري د لغتونو او اصطلاحګانو پر ځای د ګاونډیو هېوادونو داسې لغتونه او اصطلاحګانې کاروي چې دوي پرې نه پوهیږي:

«زموږ د سواد سطح ټیټه ده، خو په مطبوعاتو داسې څه ونیو او اورو چې پرې نه پوهیږو، زموږ ټول مطبوعات د ګاونډیو د فرهنګ تر تاثیر لاندې دی، په پښتو کې پاکستاني لهجې او په درې کې ایراني لهجې ځایېږی، دا زموږ ژبه له منځه وړي، باید مخه یي ونیول شي.»

د پښتو او دري ژبې استادان وایي، دواړه ژبې په سیمه کې څو زره کلن تاریخ لري، چې نښې نښانې یي د ویدا په سرودونو کې لیدل شوي دي.

دوي وایي، دواړه ژبې ساده، روانې او دومره غني دي چې د هر مفهوم لپاره، بې لغته او بې اصطلاح نه دي.

دوي زیاتوي، خپلې ژبې چې دومره پراخې او غني دي، بیا نو دې ته څه ضرورت دی چې، پردي لغتونه، اصطلاحانې او ترکېبونه دې ور ننه ایستل شي.

د کابل له پوهنتونه فارغ او د پښتو ژبې استاد« نورمحمد » وایي:

«زموږ دواړه ژبې ډیرې غني دي، ضرورت نشته چې پردي لغتونه او اصطلاحګانې ور داخل کړای شي.
ایراني او پاکستان لهجې، زموږ پر ژبه او فرهنګ یرغل دی، که دا رواج شي، زموږ ژبې له یاده وځي او نوی نسل به پرې هیڅ نه پوهیږي.»


د علومو د اکادمی پوهان او څیړونکي په دواړو رسمي ژبو« پښتو او دري» کې د نوېو او پردیو ژبو لغتونه، اصطلاحګانې او د نابلد ترکېبونو دودول، په افغاني فرهنګ د پردیو یرغل او د ځینو افرادو شخصي سلیقه ګڼي.

دوي وایي، که چېرې نویو لغتونو، اصطلاحګانو او ترکېبونو ته اړتیا پیدا شي او په خپله ژبه کې یي بدیل ونه موندل، بیا نو باید د ټولنې د ارزښتونو په پام کې نیولو سره یو لړ کره، علمي او اکاډمیکو پړاوونه ووهي.

د علومو د اکاډمي غړی سرمحقق محمدامین مجاهد ازادۍ رادیوته وویل:

«دا زموږ پر فرهنګ یرغل دی او د دې تر څنګ ځیني ځوانان د دې پر ځای چې علمي هڅه وکړي د خپلو سلیقو له مخې ژبه بدلول غواړي.

زه چې یو سرمحقق یم د دوي په ځینو ترکېبونو او لغتونو نه پوهیږم یو عادي سړی به پرې څه پوه شي.

د افغانستان اساسي قانونو ټینګار کړی، چې د ژبې په جوړښت کې دې ملي ترمینالوژی مراعات شي، نه دا چې ژبه یو شخص جوړه کړي.»


ښاغلی مجاهد زیاتوي که دواړو ژبو کې د خپلسریو او شخصي سلیقو مخه ونه ونیول شي په نږدې لسیزو کې به د دواړو ژبو اصلیت له پوښتنو سره مخ شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دواړو ژبو کې د پردیو ژبو د لغتونو په زوره ځایولو سره، کلک مخالفت ښیي او په مخنیوي یې ټینګار کوي.

د دی وزارت سلاکار جلال نوراني ازادۍ رادیو ته وویل:

«د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې ستونزې ته متوجه دی او اوس د دې وخت را رسیدلی چې، د رسنیو کارکوونکې، د دواړو ژبو ژبپوهان او لیکوال سره راټول شي، ان یو کمیسیون وګمارل شي چې د رسنیو بیان کنترول کړي او د خپلو لغتونو او اصطلاحانو په کارولو پرې ټینګار وکړي څو د بیان د ګډوډی مخه ونیول شي.»

افغانانو کابو دیرش کاله په ګاونډیو هېوادونو( ایران اوپاکستان ) کې د کډوالو ژوند تیر کړ او اوس هم په میلیونونو افغانان په یادو هېوادونو کې اوسیږي.

ډیرو په کې ښوونځي لوستې دي او په مورنیو ژبو یې اغیز شوی دی او اوس چې هېواد ته راستانه شوي، د ګاونډیو د یو فرهنګ یوه برخه یي له ځانونو سره راوستی او دلته يي هم کاروي.

خو خلک وایي، دا ضرور نه چې، په رسنیو کې دې وکاروي او د خپلې ژبې او فرهنګ ځای دې ورته پریږدي.

راپورخان محمد، سیند