تل ابيب له تهرانه څه غواړي؟

د اسراییل د دفاع وزیر ایود باراک

اسراييل له تهرانه وغوښتل چې په څو ورځو کې د يوارنيمو له ډيرو غني کيدو لاس واخلي. ايهود باراک دا خبرداری په داسې وخت کې ايران ته ورکړی دی، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې څو ورځې مخکې تر دې ايران ته وويل، چې تل به هم د خبرو ورونه د ايران د اټمي لانجې لپاره پرانيستې نه وي.
د اسراييل دفاع وزير پر ايران غږ وکړ، چې د اټمي پروګرام له راتلونکو خبرو دې مخکې د يورانيمو له غني کولو لاس واخلي.

ايهود باراک ″سي اين اين″ تلويزيون ته وويل، چې د يوه با اعتباره ګاونډي په توګه دې ايران خپل ټول يورانيم تر شل فيصده ډير نه غني کوي.

د اسراييل دفاع وزير زياته کړه، چې نړيواله ټولنه بايد له ايرانه د يوارنيمو د غني کيدو په برخه کې دا غوښتنه وکړي، چې ډير يې غني نه کړي.

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتو د امنيت شورا پنځه دايمي غړي امريکا، بريتانيا، فرانسه، روسيه او چين د جرمني په ګډون د جمعې په ورځ د ايران له استازي سره په استانبول کې د ايران د اټمي پروګرام په اړه غونډه وکړي.

په استانبول کې مخکې هم د ايران د اټمي پرګرام په اړه خبرې شوې وې خو ايران تيره اونۍ وړانديز وکړ، چې د ترکې پر ځای به غوره وي چې په عراق يا چين کې دا غونډه وشي.

اونۍ مخکې په رياض کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير سره د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل؛ چې تر تله به هم له ايرانه سره د خبرو له لارې د اټمي لانجې امکانات نه وي:

″دا به ژر معلومه شي چې ايراني مشران دې ته چمتو کيږي، چې جدي، د اعتماد وړ بحث د خپل اټمي پروګرام په اړه پيلوي او د دې جدي ستونزې په اړه دې ته تياريږي. دا د ايران د مشرانو پريکړه ده، چې سمه لاره غوره کړي. موږ ګورو، چې دوی دا نيت لري او له پنځو جمع يو هيوادو سره په اسټبانبول کې د اپريل په ديارلسمه او څوارلسمه غونډه کوي. البته څه چې ثابت دي هغه دا دي، چې د تل لپاره هم له ايران سره د سوله ييزې حل لارې ورونه پرانيستې نه دي.″

نړيواله ټولنه د اسراييل په ګډون ګومان کوي، چې ايران د اټمي وسلو د جوړېدو هڅې کوي. پر ايران شکمن هيوادونه داسې فکر کوي، چې ايران د خپل اټمي پروګرام په برخه کې د روغې جوړې خبرې ځنډوي او وخت ضايع کوي.

ايران بيا وايي، چې اټمي هلې ځلې يې د اټمي انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره پيل کړې دي او د اټمي وسلو د جوړيدو تکل يې نه دي کړي.