نن په بغلان کې د ملخانو په ضد عمومي مبارزه روانه ده

نن په بغلان کې د ملخانو په ضد عمومي مبارزه روانه ده، د بغلان ولایتي چارواکو پرون ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دې پروګرام په ترڅ کې به په هغو څلورو ولسوالیو کې چې هر کال خلک د ملخو د حملو په ترڅ کې ګڼ مالي تاوانونه زغمي زیات کار وشي.

هر کال د بغلان په څلورو ولسوالیو دهن غوري، پلغمري، انداربونو او مرکزي بغلان کې ملخان د خلکو کښتونو ته سخت تاوانونه اړوي.