په کونړ کې دوه تنه ځانمرګي ونیول شول

په کونړ کې امنیتي چارواکې وايي، چې دوه تنه ځوانان يي د چاودیدونکو توکو سره یوځای نیولي دي، چې دغو دوه کسانو غوښتل چې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر قرار ګاه ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، خو له برید څخه وړاندې ونیول شول.

خاص کونړ هم د ډیورنډ پر کرښه پرته ولسوالۍ ده، چې په کې د بهرنیو ځواکونو یوه نظامي اډه، د سرحدي، ملي پولیسو، ملي اردو او محلي پولیسو مرکزونه موجود دي، چې کله ناکله په کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتي کېږي.

تیرکال د همدې ولسوالۍ سره په شریکه پوله نړېوالو ځواکونو د پاکستانیو پوځیانو پر یوه پوسته بمبار وکړ او په نتیجه کې يي له شلو زیات سرتیري ووژل.

د کونړ امنيي قومندان عوض محمد نذیري رسنیو ته وویل، دوه تنه ځوانان چې یو يي د نورستان ولایت دوانت ولسوالۍ او بل يي د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل اوسیدونکې دی.

د دیوه ګل په سیمه کې ورته چاودیدونکې توکي ورکړل شوي او د خاص کونړ ولسوالۍ ته د دي لپاره لیږل شوي، چې هلته د نړېوالو او افغان ځواکونو په نطامي اډو او یا موټرو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، چې له چاودنې وړاندې د سیمه ایزو پولیسو له خوا ونیول شول.