اسرائیل پرغزې هوايي بریدونه پیل کړي

د اسرائیلو پوځ وویل، د غزې پر سیمه د هغوي د دوو شپو هوايي حملو وروسته فلسطیني وسلوالو ډلو د اسرائیلو پر جنوب د راکیټونو حملو ته د پنجشنبې په ورځ هم دوام ورکړ.

اسرائیلي ځواکونو د چارشنبې په ماښام دغزې د ښار په جنوب ختیځ او د خان یونس پر سیمه چې په ختیځ کې یوه ساحلي سیمه ده حملې وکړې.دغه حملې وروسته له هغه وشوې چې فلسطسني وسلوالو د اسرائیلو په جنوب کې د ( بیر شیبا ) پر ښار د روسي ساخت راکیټونه وتوغول، خو یو توغول شوی راکیټ د اسرائيلو د دفاعي سیسټم له خوا په هوا کې خنثی کړل شو، دوهم راکیټ هم چې د بیر شیبا پر سیمه توغول شوی و خنثی کړل شو.

د اراز د چارشنبې په ماښام فلسطیني ملیشاوو د اسرائیلو په جنوب کې د ( نیټیوت ) ښار ته نیژدې پر یوه فارم د راکیټ حمله وکړه، په پیښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسرائیلو د پوځ په اعلامیه کې راغلي دي، چې د دغو بریدونو هدف د غزې په شمال کې یو زراعتي فارم و چې له هغه ځایه راکیټونه توغول کیدل او په جنوب کې د فلسطیني ملیشاوو له خوا یو کیندل شوی تونل و.

د سې شنبې په ورځ د فلسطین د دوو ډولو ( اسلامي جهاد) او د فلسطین د خلکو د مقاومت د کومیټې او اسرائیلو تر منځ یو غیر رسمي اوربند وشو.

د جمعې په ورځ د اسرائیلو پوځ د فلسطین د خلکو د مقاومت د کومیټې مشر ( ذ ُُهیر ال قیسي ) وواژه.

له هغه وروسته فلسطیني وسلوالو ډلو د انتقام په موخه د اسرائیلو پر جنوب له ۲۰۰ څخه زیات میزایلونه وتوغول.

د المان خبري اژانس د اسرائیلو د پوځ له قوله وايي( ذ ُهیر ال قیسي ) پلان درلود چې، د مصر دسیفايي له دښتې څخه د اسرائیلو پر جنوب حمله وکړي.

اسراييلو له همدې امله د فلسطیني وسلوالو له خوا د راکیټونو د حملې په جواب کې هوايي بریدونه وکړل،د دې هوايي بریدونو په نتیجه کې ۲۰ وسلوال او ۴ ملکې کسان ووژل شول.

د دوشنبې په ورځ د غزې د ښار په شمال کې یو ۱۵ کلن هلک په یوه چاودنه کې مړ شو.

فلسطینیان د دې پيښې پړه پر اسرائیلو اچوي، چې هغه د اسرائیلو د بې پيلوټه الوتکۍ په حمله کې ووژل شو.

اما اسرائیل بیا وايي، چې دا هلک د راکیټ د توغولو د یوې دسګا د چاودیدلو په نتجه کې چې یوډله کوچنیانو لوبي په کولې مړ شو.

د اسرائیلو او فلسطیني وسلوالو ډلو ترمنځ د اوربند له پیل څخه تاوتریخوالی لږ شوی دی، خو د راکیټونو خال خال حملې او په جواب کې د اسرئیلو له خوا هوايي بریدونه دوام لري.

په ( تلبیب ) کې د اسرائیلو د پوځ یو ویاند وویل، چې د جمعې د ورځې راهیسې د فلسطیني وسلوالو ډلو له خوا ۲۳۰ راکیټونه د اسرائیلو پر لور توغول شوي دي چې، په دې جمله کې ۵۹ راکیټونه د اسرائیلو د دفاعي سیسټم له خوا راغورځول شوي دي.