د افغان میرمنو د حقونو وضعه په کوم حالت کې ده؟

له هرڅه مخکې د مارچ اتمه یعني د ښځو نړېواله ورځ د افغانستان ټولو کړیدلو میندو، خویندو او میرمنو ته مبارک وایو او خداي دي وکړي، چې په وطن کې د تل لپاره جګړې، وژنې او شخړې بندې شي او ټول وګړې په امن، آرامۍ او صمیمیت کې ژوند وکړي.

تاسي دوستان هم ممکن ومنۍ چې افغانستان یوه عنعنوي ټولنه ده ، دولتي او حکومتي چارې هم تر ډېره حده د ټولنیزو ارزښتونو او مروجو اصولو په رڼا کې پر مخ ځي. د افغانستان اساسي قانون د سېمې او حتی نړۍ په سطحه ډېر مترقې او هر اړخیز قانون دی او په نورو ښیګڼو سربېره یي ښځې او نارینه په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د مساوي حقونو مستحقې بللې دې.

د افغانستان په پارلمان کې د ښځو ونډه د نظر وړ ده او حتی د فرانسې او انګلستان په ګډون د یو شمېر پر مخ تللو هیوادونو په مقایسه هم د افغانستان په پارلمان کې د ښځو ونډه زیاته ده.

په دې هم سترګې نشو پټولای چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري او په نورو علتونو سربېره، په ټولنې کې د تعلیم او پوهې د سطحې ټيټوالی، بي وزلې، پخواني زاړه دودونه او عنعنې اود قانون نه حاکمیت یي هم مهم عوامل دي.

د اسلام مبارک دین تر بل هر دین او قانون څخه زیات د ښځو مقام ته درناوي کوي ، د ښوونې او روزنې په ګډون یي د ژوند په ټولو ساحو کې د ښځو حقونه په ګوته کړې دې.

څو ورځې وړاندي د افغانستان د علماو شوری د هیواد د سیاسی حالاتو او روانو جریاناتو تر اغیز لاندي یوه اعلامیه خپره کړه او ډېر خواشنیونکې مواد یي پکې ذکر کړل.

شوری داسي وښودله چې ګوندي د اسلام مبارک دین ښځو ته په ټولنیز ژوند کې له نارینه و سره د ګډ کار او زده کړې حق ندی ورکړی.

د خواشنیۍ خبره داده چې سیاست د افغانې ټولنې پر هرې برخې او هر ارګان حاکم شوی او چارواکې د نورو حیاتې او مهمو مسلو پر ځاي داسي مسایل مطرح کوي چې د افغانانو تر منځ د شخړو، بي اعتمادۍ او د خلکو تر منځ د فاصلې پيدا کولو سبب کیږي.

د افغانستان د علماو د شوری داعلامیې لومړۍ دوې مادې د قرآن کریم د نسخو د سوځيدو په اړه دي او په دریمې او څلورمې مادې کې یي پاکستان ته د جمهور رئیس حامد کرزي د سفر او لاسته راوړنو ستاینه شوې، له طالبانو او حزب اسلامي سره د دولت د سولې د خبرو هرکلی هم پکې شویدی.

په پنځمې مادې کې له کوم تړاو او مناسب پرته د ښځو د حقونو مسله پکې ذکر شوي او ویل شوي چې ښځې باید د تعلیم، تحصیل، بازار، کار او نورو برخو کې له نارینه و څخه جلا وې.

د افغانستان د ټولنې له نیمایی زیاته برخه ښځې دي او که خبره د جدایې او بیلتون شي نو دا به د افغانې ټولنې د وروسته والي او په شا تګ لپاره لار هواره کړې.

دا چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعه په کوم حالت کې ده او ښځې ولې په ټولنې کې له فعالې ونډې اخیستنې او فعالیت څخه منع کیږي؟ دا به له محترمو میلمنو څخه واورو:

د کابل په سټډیو کې محترم میلمانه دي:

۱ – د پوهني د وزیر سلاکاره محترمه محترمه تاجور کاکړ
۲ – د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون غړي محترمه لطیفه سلطانې
۳ – د ولسې جرګې غړی ښاغلی غلام سرور فائز
۴ – د ټولنېزو چارو کارپوه ښاغلی ډاکټر عبدالشکور مهجور


Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې