وروستیو ورښتونو د افغان بزګرانو هیلي را ژوندی کړی

په تیرو دوو لسیزو کې سږ کال په افغانستان کې ژمي ډير سخت وو، د ډیرو وروښتنو او واورو له امله ګڼ شمېر کسان مړه شول.

خو له بلې خوا همدا سختو ورښتونو او واورو د افغانستان ښیرازۍ ته هیلي پیداکړي دي او رانوي کال به د اوبو د ذخیرو زیاتوالی د دوي پر حاصلاتو ډیره ښه اغیزه ولري،غنم او نوره غله دانه د افغانستان اصلي کرنیزه محصولات دي.

د دیرشو کالو جګړې او د یوې لسیزي وچکالي د دې هېواد زراعت ته سخت زیان اړولی و، له همدې کبله د افغانستان ډیرې بزګران د کوکنارو کرلو ته اړ شوي وو.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، د نړۍ نوي فیصده کوکنار په افغانستان کې کرل کیږي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو ضد ادارې د اټکل له مخې تیر میلادي کال د تاریاکو د لارې ۲،۴بیلونه ډالره لاس ته راغلي دي او دا راقم د افغانستان د ناخالص تولید د ۱۵ فیصدو سره برابر دي.


د افغانستان د کرنې وزارت ویاند مجید قرار د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي، چې پروسږکال د وچکالۍ له امله په سلو کې اویا کرنیزې مځکې وسوځيدلې خو سږکال به د غلو دانو له امله د افغانستان تکیه پر بهرنیو هېوادونو لږه شي.

په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو څخه درې يې د کرڼې په چارو بوخت دي، دغه غرنی هېواد تر ډيره د ژمي د واورو او د پسرلي پر وخت د وروښتونو د اوبو پر ذخیرو تکیه کوي.

د افغانستان د کرڼې د وزارت په وینا تیر کال د وچکالۍ له امله د غلې دانې په محصلاتو کې ۲۰ فیصده کمښت راغلی و، خو هیلمن دي چې رانوی کال به د غلو دانو حاصلات نهه میلیونو ټڼو ته ورسیږي.

ښاغلی قرار وايي، چې سږکال یې له وړاندې بزګرانو ته شلزره ټنه اصلاح شوي تخم ویشلی دی.

خو په افغانستان کې ډيری بزګران سره له دې چې د سږکال بارانونو او ډیرو واورو هیلمن کړي دي، اما وايي چې حکومت لا تر اوسه د اوبو د ذخیره کولو لپاره یو منظم سیسټم نه دی جوړ کړی. سر بیره پر دې هغوي ته یې پر وخت او کافي اندازه اصلاح شوي تخمونه، تخنیکې وسایل او کیمیاوي سري نه دي ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس زیاتوي، د امریکا په مشرﺉ د ناټو ځواکونه چې د لسو کلونو راهیسي د وسلوالو طالبانو سره جنګيږي هڅه یې کړې ده چې بزګران وهڅوي څو د کوکنارو د کرلو پر ځای زعفران وکري چې د نړۍ په بازارنو کې لوړه بیه لري.

دا راز د کرنيزو چارو وزارت ویاند ښاغلی قرار وايي، چې دغه وزارت په پلان کې لري چې د زعفرانو کرل۱۸نورو ۱۸ ولایتونو ته وغځوي او په هېواد کې درې میلیونو ونې او نیالګي وکري.


د ملګرو ملتونو د اټکل پر اساس د پرلپسې وچکالۍ له امله د افغانستان دیرش میلیونه خلک د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.