د افغان نجونو د فوټبال لوبډله ښه وځلیده- د کب ۸مه

په افغانستان کې د نجونو فوټبال اته کاله وړاندې د کابل په ښوونځیوکې د اتو فوټبال لوبډلو په جوړولو سره پیل شو، چې ډېر ژر دغه شمېر څلورویشتو لوبډلو ته ورسېد.

دمګړۍ په کابل سربېره په ځینو نورو ولایتونو کې هم د نجونو د فوټبال ګڼ ټيمونه جوړشوي دي.

د نجونو د فوټبال ملي ټیم په دې وروستیو کې د قطر هېواد د نجونو له ملي ټیم سره لوبه لرله چې دوه د صفر په وړاندې یې قطر ته ماته ورکړه.

د نجونو د فوټبال د کمېټې مسوول عبدالصبور ولیزاده وایي چې د قطر له اتلولۍ مخکې هم د افغانستان د نجونو ملي لوبډلې په بهرنیو لوبو کې ګډون کړی او ښې لاسته راوړنې یې لرلې دي:

(د افغان نجونو د فوټبال د لوبډلې له جوړېدو تر اوسه افغان فوټبالرو ګڼې بهرنۍ لوبې ترسره کړي دي.

مثلا په ۲۰۰۶ کا ل کې په پاکستان کې یوه سیالي وه چې زموږ ورزشکارانو د دغو سیالیو نایب قهرماني خپله کړه.

دغه راز په اردن کې د اسلامي هېوادونو په درې دورو سیالیو کې یې ګدون وکړ، دغه راز په جرمني او بنګله دیش کې یې هم سیالۍ وکړې د دغو بهرنیو لوبو نه تر لاسه شوې تجربې وې چې د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې د قطر لوبه دوه د صفر په وړاندې وګټله. )

که څه هم په دې وروستیو کې د فوټبال ملي لوبډلې ښې لاسته راوړنې لرلي دي خو د دغه ټيم عړې غاټول شهزاد وایي اوس هم ښځینه فوټبالرانې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

فوټبال لوبغاړې د اوونۍ درې ورځې د المپیک د ملي کمېټې په سر پټي جمنازیم کې د کمو ورزشي لوازمو او امکاناتو په لرلو سره تمرین کوي خو ګڼې لوبغاړې له دې هم شکایت لري چې د ترانسپورتي ستونزو له امله ډېر کله د کورنۍ له مخالفت سره مخ کېږي.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم کپټانه صابره عزیزي چې د قطر په لوبه کې یې یو ګول هم وهلی وایي که چېرې افغانو نجونو ته لازم امکانات برابر شي تر دې زیات بریالیتوبونه تر لاسه کولای شي:

(زه تاسو ته چلنج درکوم که هغه امکانات چې په نورو هېوادونو کې ښځینه فوټبالرانو ته ورکول کېږي د المپیک ملي کمېټه ښځینه ورزشکارانو ته په واک کې ورکړي دوی به ډېرې داسې بریاوې خپلې کړي او ان نړیوالو جام ته به ځان ورسوي.)

ښاغلی ولیزاده وایي د وسایلو د کمښت د ستونزو تر څنګ تر اوسه هم ګڼې ورزشکارې نجونې له کورنیو ستونزو سره مخ دي چې د عمر په زیاتېدو او یا د کوژدې واده په صورت کې ورزش ته نه پرېښودل کېږي خو نوموړی زیاتوي چې د څو کلو مخکې په پرتله د نجونو د ورزش په وړاندې ټولنیز حساسیتونه څه نا څه راکم شوی دی:

(له ټولنیز پلوه زموږ په کار کې ډېر زیات بدلونونه راغلي موږ په سر کې ډېرې زیاتې ستونزې لرلې موږ نشو کولای د رسنیو له لارې د نجونو د ورزش په اړه خبرې وکړو خو اوس د خلکو له خوا له جدي حساسیت سره نه یو مخ.

برعکس همدې وروستۍ لوبې ته چې په قطر کې وه ګڼ دود پالي افغانان راغلي وو خو په دومره شوق یې د لوبې ننداره کوله او خپل ټیم یې هڅاوه چې زموږ تمه نه وه.)

دا یوازې فوټبالرې نجونې نه دي چې له شته ستونزو سره سره په بهرنیو سیالیو کې د افغانستان بیرغ پورته کوي، بلکې په دې وروستیو کلونو کې د مختلفو برخو ښځینه ورزشکارانې په دې توانېدلي چې په بهرنیو ورزشي سیالیو کې برخه واخلي او د اتلولی مډالونه راوړي.

لکه پدې وروستیو کې چې د افغانستان د ووشو ښځینه ملي لوبډلې د ایران د دهه فجر د نړیوالو سیالیو په لومړنۍ دوره کې درې د سرو زرو، یو د سپینو زرو او څلور د ژېړو مډالونه تر لاسه کړل او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

لکه څنګه مو چې واورېدل زیاتره ښځینه ورزشکارانې د ځای او امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي. د دوی دغه شکایتونه مو د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د ښځینه ورزشکارانو له برخې سره شریک کړه د دغې برخې مسووله ملالۍ دقیق وایي چې دغه برخه کمه بودیجه لري خو بیا یې هم د یو جمنازیم د جوړولو کار پیل کړی چې په جوړېدو سره به یې د ښځینه ورزشکارانو د ځای ستونزه تر یوه حده اواره شي:

(د افغانستان د المپیک ملي کمېټې ښځینه ورزشکارانو ته څه چې په توان کې یې دي تر سره کړيدي، مثلا دوی ته یې وخت په وخت په بهرنیو سیالیو کې د ګډون زمینه برابره کړې ده، دغه راز د ځای د ستونزې د اوارۍ لپاره د یو سر پټی جمنازیم د جوړولو کار روان دی چې کېدای شي راتلونکی کال بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي چې د دې جمنازیم له جوړېدو سره به د ځای د نشتوالي ستونزه تر ډېره اواره شي.

زه دا ویلی شم چې د تېرو کلو په پرتله اوس د ښځینه ورزشکارانو زیاتې ستونزې اوارې شویدي او د دوی د شته ستونزو د اوارۍ لپاره هم هڅې روانې دي.)

ملالۍ دقیق وایي چې دمګړۍ په افغانستان کې په څلیریشتو ورزشي څانګو کې درې زره ښځینه لوبغاړې لوبې کوي.

ملالۍ دقیق وایي چې د المپیک د ملي کمېټې د ښځینه ورزشکارانو څانګې ښځینه ورزشکارنو ته د نورو کارونو تر څنګ د ډآډمتو بهرنیو سفرونو اسانتیا هم برابره کړې ده:

(هغه ورزشکارې نجونې چې د سیالیو او یا د روزنیزو پروګرامونو لپاره بهر ځي حتما له دوی سره د المپیک د ملي کمېټې ښځینه ترینرانې هم وي.

ښځینه ورزشکارانو ته له کله چې له هېواده روانېږی تر بېرته راستنېدو پورې ټولې اسانتیاوې او امکانات برابرېږي او په دې برخه کې ښځینه ورزشکارانې هیڅ راز ستونزې نه لري.)

د یادولو ده چې په نړۍ کې د نجونو د فوټبال لومړنی ټيم په ۱۸۹۴ م کال کې یعنې له نن څخه یوسلو اتلس کاله وړاندې په انګلستان کې جوړ شو او ورو ورو په ټوله نړۍ کې ښځو فوټبال لوبې پیل کړې. له همدې امله له ۱۹۹۱ م کال را په دیخوا هر څلور کاله وروسته د ښځو د فوټبال نړیوالې لوبې تر سره کېږي چې ګڼ مینه وال لري.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ښڅو لپاره خپرونه