ولې د حج او اوقافو وزارت خپله ټوله بودیجه نه ده لګولې؟

حج او اوقافو وزیر

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې یې د جومات جوړولو شپږ دیرش پروژې درلودې.

په پنجشیر او مزارشریف کې د حج او اوقافو وزارت ریاستونو ته د ودانیو جوړول هم د دغه وزارت له سږنیو پروژو څخه دي.

د حج او اوقافو د پالیسۍ ریس ګل اغا حبیب ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو پروژې یوه برخه بشپړه شوې او یوه برخه یې د سړې هوا له امله نیمګړې پاته ده.

ګل اغا حبیب هم لکه د ځینو نورو وزارتونو په څیر یو شمېر ستونزو ته ګوته نیسي چې له امله یې دغه وزارت خپله پراختیایي بودیجه په مکمله توګه نه ده لګولې:

"موږ د روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال تر دلوې پورې له خپلې پراختیایي بودیجې څخه دوه اتیا فیصده لګولې ده، دا چې نوره بودیجه نه ده مصرف شوې ځینې عوامل لري، سړه هوا، ناامني او د بودیجې په منظوریدو کې ځنډ هغه ستونزې دي چې موږ ته یې د بودیجې په مصرف کې خنډونه جوړ کړي."

نوموړی وایي، په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې یې ۱۳۳ میلیونه او یولک او دولس زره افغانۍ پراختیایي بودیجه درلوده، چې له دې نه یي تر اوسه څه باندې پنځه اتیا میلیونه لګولي دي.

د حج او اوقافو وزارت د پالیسې ریس وایي، په ۱۳۹۰ کال کې یې نوې پراختیایي بودیجه نه درلوده بلکې د ۱۳۸۹ کال انتقالي بودیجه ورته پاتې ده.

ګل اغا حبیب زیاتوي، په ۱۳۸۹ کال کې یې یوازې ۳۳ فیصده پراختیایي بودیجه لګولې وه چې له همدې امله ورته نوې بودیجه هم ورنه کړل شوه.

د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمیسیون په حج او اوقافو وزارت انتقاد کوي او وایي چې دغه وزارت د پراختیایی پروژو په پلي کېدو کې پاتې راغلي.

د دغه کمیسیون مشر کمال ناصر اصولي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حج او اوقافو وزارت د پراختیایي بودیجې مصرف ورته د قناعت وړ نه دی:

"که موږ د حج او اوقافو وزارت د وزیر یا وزارت کارونه و ارزوو دا منفي دي، د حج او اوقافو وزارت د بودیجې مصرف ډیره مهمه موضوع ده، موږ په کمیسیون کې هم څیړلې او بحث مو پرې کړی.

زه فکر کوم په نږدې راتلونکې کې به د وزیر صاحب د حج او اوقافو د استیضاح موضوع هم مطرح شي، زه فکر کوم چې دغه وزارت په خپلو کارونو کې پاتې راغلی."


په داسې حال کې چې حج او اوقافو وزارت وایي، خپله دوه اتیا فیصده پراختیایي بودیجه یې لګولې خو د مالیې وزارت بیا دغه ارقام نه مني.

د مالیې وزارت ویاند عزیزشمس وایي، حج او اوقافو وزارت تر اوسه ۶۶ فیصده پراختیایي بودیجه لګولې ده:

"د حج او اوقافو وزارت په مجموعي توګه ۱۳۳ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه درلوده چې تر اوسه یې ۶۶ فیصده لګولې ده."

خو د حج او اوقافو وزارت وایي، دوي د خپلو اسنادو له مخې ادعا کوي چې دوه اتیا فیصده بودیجه یې لګولې ده.

یو شمېر کتونکي بیا د حج او اوقافو وزارت د حج پر بهیرهم کلک انتقادونه کوي او وایي چې په وروستیو څو کلونو کې افغان حج کوونکي په دې بهیر کې له ډیرو ستونزه سره مخ کیږي او وزارت ورته لازمه پاملرنه نه کوي.

که څه هم سعودي عربستان ته د حج کوونکو لیږل د حج او اوقافو وزارت په پراختیایي بودیجې پورې اړه نه لري خو د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمیسیون وايي، چې په تیر کال کې د حج کوونکو تګ هم د فساد ښکار شو.

د دغه کمیسیون مشر کمال ناصر اصولي وایی سږکال څه باندې اوه سوه مستحق حج کوونکي سعودي عربستان ته له تګ څخه محروم شول او دوی به ددې اوځینو نورو موضوعاتو په اړه د حج او اوقافو وزیرایسیضاح کړي:

"په تیر کال کې ولې ۷۳۰ تنه حاجیان د حج له پروسې نه پاته شول،مستحق حاجیان له ولایاتو څخه راغلي وو او باید چې مکې معظمې ته تللی وای، خو د دغه وزارت د رشوت او بډې خوړلو په نتیجه کې او یا هم د سیاسي معاملو په نتیجه کې دوي پاتې شول او پرځای یې واسطه داره اوپیسه داره خلک ولاړل."

خو د حج او اوقافو وزارت بیا د حج بهیر له ستونزو ډک بولي:

"وګورﺉ د حج بهیر ډیر پیچلی دی،هیڅ امکان نه لري چې ستونزو پرته مخ ته ولاړ شي،زمونږ ټول اورګانونو نوي جوړ شوي، د دیرش زره حاجیانو اداره کول او سعودي عربستان ته د هغو لیږل له ستونزه خالي نه وي.

زمونږ د خلکو ټیټ فرهنګ هم ددې لامل شوی چې په سعودي عربستان کې حاجیان له ستونزو سره مخ شي،که مونږ د امریکا په څیر پرمختګ هم وکړو بیا به هم د حج بهیر ستونزې ولري."


د راپورونو له مخې حج او اوقافو وزارت په تیرو کلونو کې هم د بودیجې په مصرف کې بریالی نه وو.

ځینې خلک انتقاد کوي چې دغه وزارت د اسلامي پروګرامونو په پراختیا اود دیني ارشاداتو په برخه کې کار نه دی کړی.

داچې په دغه وزارت کې ځینې ستونزې چې په دې راپور کې ورته اشاره وشوه څه وخت هواریږي دا به وخت معلومه کړي.

راپور:اسدالله لودین کابل