پکتیا کې د ځمکې پرسرشخړه کې ۸ تنه مړه او ژوبل شول

د پکتيا ولايت د اريوب ځاڅيو په ولسوالۍ کې د هديرې د ځمکې پر سر د دوو وړو خېلونو تر منځ جګړه شوې، چې په ترڅ کې يې له دواړو خواوو څخه اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سيمې اوسېدونکي واييٍ چې دغه نښته تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د خوزيخېلو په نوم يو خېل غوښتل چې په ځايي هديره کې خپله مرده خښ کړي، خو مقابل لوري د غونځۍ احمدخېلو يې مخه نيوله او پايله دا شوه چې نښته رامنځته شوه.

د ځايي اوسېدونکو په وينا له دواړو غاړو څخه اووه تنه ټپيان او يو تن وژل شوی دی، چې په ټپيانو کې يې درې تنه د وژل شوي د خوا دي او پاتې څلور تنه يې د بل لوري څخه دي.

د انور صديقي په نوم ځاځي اريوب ولسوالۍ يو ځايي اوسېدونکي ازادۍ راډيو ته وويل چې نښته د خوزيٍخيلو او غونځۍ احمدخېلو په نوم د دوو وړو خېلونو تر منځ د یوه مړي د خښولو پر مهال د هدېرې د لانجمنې ځمکې پر سر شوې او پايله يې دا شوه چې يو کس يې بل هم هديرې ته ورولېږه،هغه وويل:

"نښته تېره ورځ د هدېرې په ځمکه رامنځته شوې او پکې سپکې او درنې وسلې کارول شوې، چې پکې له دواړو خواوو څخه يو نفر وژل شوی اووه تنه ټپيان شوي دي.

دا اوسنۍ شخړه نده چې پېښېږي، بلکې له دې وړاندې هم د ځمکو، ځنګلونو او د اوبو د وېش پر سر مرګونې شخړې شوې دي.
"

بل خوا د سيمې خلک وايي اوسمهال د ښکېلو غاړو تر منځ اوربند شوی، خو دوی ځايي اداره په کمزورۍ تورنوي او وايي چې د دا ډول پېښو په مخنيوي کې د ولسوال په شمول ټول امنيتي چارواکي بې تفاوته پاتې شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ځاځي اريوب د ولسوال ازاد خان نظر هم واخلو، خو د کابو دريو ساعتونو پرلپسې اړيکو نيولو سره- سره بيا هم نوموړي ځان مصروف ښوده او په دې اړه يې څه ونه ويل.

د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ دغه وروستۍ قومي شخړه په داسې حال کې پېښږي چې له لسګونو کلونو راهيسې په دغه سيمې کې د ځمکو او ځنګلونو پر سر د راپورته کېدونکو لانجو لړۍ روانه ده او په دغو شخړو کې زيات شمېر مېرمنو، ځوانانو، ماشومانو او حتا څارويو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د سيمې څارونکی او لويې پکتيا د فرهنګي ټولنې مشر سيدجمال اصف خېل، وايي په پکتيا کې د قومي شخړو د رامنځته کېدو اصلي لامل د حکومت له واکه وتې دولتي ځمکې او ځنګلونو دي، چې قومونو په خپلو منځو کې سره وېشلي او د دغو قومي ونډو ساتنه هم په هغو سپکو او درنو وسلو کوي چې د کورنيو جنګونو پر مهال په پرېمانه اندازه د دوی لاسونو ته ورغلې.

که څه هم په پخوانيو وختونو کې چې په لويه پکتيا کې د حکومتونو د واک او ځواک ساحه محدوده وه، نو دا ډول پېښېدونکې پېښې او لانجې به د ځايي مصلحو قومي مشرانو او قومونو په منځګړيتوب حل کېدلې، خو اوس یو خوا قومي مشرانو خپل پخواني موقف او نفوذ له لاسه ورکړی او بل خوا حکومت هم د پخوا په څېر پر دې ندی توانېدلی چې په سيمه کې نا حله قومي معضلې هوارې کړي.

خو هغه پوښتنه چې د يو پېغور په څېر لا هم د حکومت پر مېز ناځوابه پاتې ده، دا ده چې د دومره زياتو رېنجر موټرونو او څو رنګه درېشي پوښه ځواک په درلودلو سره ولې پر دې نه توانېږي چې د دولتي ملکيتونو پر سر له جنګېدونکو قومونو څخه وسلې راټولې او هغوی د قانون مېز ته راکش کړي.

راپور – لمر نيازی