احمدي نژاد: ډېر ژر یوه اټمي پروژه پرانیزو

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد نن په تهران کې وویل، چې هېواد به یې په څو ورځو کې یوه ډېره مهمه اټمي پروژه پرانیزي.

په ایران کې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د درې دېرشمې کلیزې په مناسبت غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل، په راتلونکو څو ورځو کې به موږ د یوې نوې اټمې پروژې د پرانیستې او فعالیت شاهدان وواسو.

احمدي نژاد په دې اړه چې کومه پروژه به عامه ډګر ته راووځي ډیر جزییات ورنه کړل؛ خو داسې هر ډول اعلان به د ایران او هغو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلي کړي، چې ایران د اټمي وسلو د جوړولو په هڅې تورنوي.

محمود احمدي نژاد نن په خپلو څرګندونو کې یو وار بیا پر امریکا او اسرایلو انتقادونه وکړل.

خبریالان وايي، چارواکو د تهران د ازادي په څلولارې کې د هغې امریکايي بې پیلوټه الوتکې یوې ماډل د نندارې لپاره ايښی دی، چې په دې وروستیو کې ایران د افغانستان پولې ته څېرمه په خپله خاوره کې نیولې وه.

د ایران دولتي تلویزون نن د دې هیواد په بیلابیلو ښارونه کې هغه په لسګونو زره حکومت پلوي لاریون کونکي وښودل، چې په ایران کې د ۱۹۷۹ م کال د اسلامي انقلاب د بریالیتوب کلیزې لمانځي.

په دې کال په ایران کې لودیځ پلوه شاهي نظام نسکور او پر ځای یې ایراني ملایان واک ته ورسیدل.