په کندهار کې د ديني زده کړو دارالعلوم پرانیستل شو

د احمد ولي کرزي په نوم د دیني علومو دغه مرکز، چې په پنځه جریبه مځکه کې د یو ملیون ډالرو په لګښت جوړ شوی، لس درسي خونې او نور ملحقات لري.

د کندهار د پوهنې رییس نجیب الله مجددي رسنیو ته وویل، چې دغه دیني مدرسه په عینو مینه ښار کوټي کې د پوهنې رياست له لوري د يومیليون امريکايي ډالرو په لګښت د څلور کالو په موده کې جوړ شوى.

نوموړي زياته کړه، چې په دې مدرسه کې په يو وخت کې ٦٧٠ تنه چې ١٢٠ تنې يې انجونې دي، زده کړې کوي:

″دغه مدرسه دوه تعمیرونه لري، په یوه تعمیر کې درسي اطاقونه او په بل کې مسجد اشپز خانه تالار شته.″

د پوهنې رییس وایي، چې ياده مدرسه به په نژدې راتلونکې کې يوه مجهزه لیلیه هم ولري، چې د لېرو سیمو طالبانو ته به د اوسیدو لپاره استانتیا برابره شي.

د احمد ولي کرزي په نوم د دغه ديني مدرسې مشر مولوي فتح محمد وايي، چې په ياده مدرسه کې د مسلکي ښوونکو په مرسته د قرانکريم حفظ، تجويد او د نورو ديني زده کړو ترڅنګ تراووم ټولګي پورې د ښوونځي عصري مضمونونه هم تدریس کیږي.

نوموړي له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل اولادونه دې نورو هېوادونو ته د لېږلو پر ځاى، په دغه مدرسه کې شامل کړي.

″دلته د حافظانو او استادانو لپاره د اوسیدو لپاره امکانات برابر دي او موږ به دعصري زده کړو لپاره هم مسلکي استادان ولرو.″

په ورته وخت کې د ټولنیزو چارو کارپوهان هم د دغه ډول مرکزونو جوړول خورا ګټور بولي.

دوی وايي، چې په افغانستان د ديني زده کړو د مرکزونو د نه موجودیت له امله زيات ځوانان ګاونډي هېواد پاکستان ته ځي، چې هلته ورته د افغان او بهرنيو ځواکونو پرضد تبلغات کیږي او دلته يې د جنګ او ځان وژونکو بريدونو په هدف را استوي.

یو تن د ټولنیزو چارو کار پوه احمد الله یاسین په دې اړه داسې وایي.

″دا زموږ لپاره یو ښه پیغام دی، دا چې زموږ ځوانان د دین په چارو کې مصروف ساتل کیږي دا یو ضروري امر و او موږ خوشحاله یو.″

د یاد ولو وړ ده، چې په کندهار کې د دیني زده کړو لپاره ۱۸ نور کوچنۍ او لویې مرکزونو هم سته چې یو شمېر ځوانان په کې زده کړې کوي.

راپور: محمدصادق رښتینی - کندهار