جایکا موسسې د ننګرهار سره ۵میلیونه ډالره مرسته وکړه

د جاپان د جایکا موسسې نن د ننګرهار له والي سره د پنځه میلیونه ډالرو مرستو تړون لاسلیک کړ.

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي وویل، چې دغه پیسې به په ښیوې ولسوالۍ کې په بېلابېلو پروژو ولګول شي.

بل لورته نن د همدغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوه ښونځي د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د ننګرهار د پوهنې ریس الله داد اسماعیل زی وایي، چې دغه ښونځی ۱۶ درسي او اته اداري خونې لري چې کابو درې لکه ډالره لګښت پرې راځي.