"تحصیلي بورسونه به د کانکور ازموینې له لارې ځانګړي شي"

د لوړو زده کړو وزارت تدریسي مرستیال عثمان بابري

د ولسمشر کرزي له سپارښتنې سره سم د لوړو زده کړو وزارت پریکړه کړې، چې پس له دې به د کانکور د ازموینې له لارې ممتاز محصلان د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي.

د دې وزارت چارواکي وایې، چې هر ولایت ته د تحصیلي بورسونو برخه په پام کې نیول شوې او هغو ځوانانو ته به ورکول کیږي، چې په کانکور کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړي وي.

د لوړو زده کړو وزارت تدریسي مرستیال عثمان بابري د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د دې وزارت د طرزالعمل او د ولسمشر د حکم له مخې به تحصیلي بورسونه د دې وزارت له لارې په پوره دقت وویشلې شي:

"د افغانستان حکومت او لوړو زده کړو وزارت خپله دنده بولي، چې په رښتینۍ توګه عدالت ټینګ کړي، د ولسمشر کرزي د حکم له مخې دا ځل مو پریکړه کړې چې جدي عمل وکړو.

۱۳۹۱ لمریز کال کې به د قانوني چاینل له لارې چې د لوړو زده کړو وزارت دی ټول بورسونه په پوره دقت او عدالت وویشل شي.

د تحصیلي بورسونو ټول کاندیدان به د کانکور د ازموینې له لارې ځانګړي شي".

دا پریکړه وروسته له هغې کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت پلاوو په ترکیې او هند کې د افغان محصلانو ستونزې وڅیړلې او په دې اړه یې د سې شنبې په ورځ ولسمشر کرزي ته هم خپل راپور وړاندې کړ.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په هند او ترکیې کې تر ډیره هغه محصلان ډیرې ستونزې لري چې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو له خوا دې هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره ورغلي دي.

ولسمشر کرزي هم دې ستونزو ته په پام حکم کړی، چې له دې وروسته دې محصلان بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا واستول شي او په دې برخه کې دې پوره شفافیت او دقت په پام کې ونیول شي.

خو یو شمېرمحصلان وایې، چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا هم د بورسونو په ویش کې لازم شفافیت او عدالت په پام کې نه دی نیول شوی، دوي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تحصیلي بورسونو په ویش کې لیاقت ته نه بلکې تر ډیره واسطې او اړیکو ته لومړیتوب ورکړل شوې.

خو د لوړو زده کړو وزارت وایې، چې د تحصیلي بورسونو د شفافه اوعادلانه ویشلو لپاره دوې هڅه کوي، چې د کانکور له لارې ځوانان بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره ولیږي.

دوې وایې، چې د یو شمېر سفارتونو او بېلابېلو ادارو له خوا په خپل سر ځوانانو ته د بورسونو ویشل ستونزې جوړې کړي او کوښښ کیږي، چې د دې ګډوډیو او خپل سریو مخه ونیول شي.

د لوړو زده کړو وزارت وایې، چې دا مهال کابو دولس زره افغان ځوانان په بهرنیو هېوادونو کې لوړې زده کړې کوي، چې په سلو کې اویا یا اتیا یې د لیسانس او پاتې برخه یې د ماسټرۍ او دکتورا د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.