م.م: د خښتو په بټیو کې ډېر کارکوونکي ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د کار سازمان وايي، چې د یوې نوې سروې له مخې یې په افغانستان کې د خښتو په بټو کې شاوخوا نیم کارګران له څوارلسو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د دې سازمان نن په یوه راپور کې وویل، چې په افغانستان کې شپږ پنځوس فیصده خښته وهوونکي له ۱۸ کلونو کم عمره او ۴۷ فیصده یې له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان دي.

په راپور کې ددغو ماشومانو کار د ماشومانو د حقونو پر خلاف بلل شوی دی.