ازادي راډيو لس کلنه شوه

نن د ازادي راډیو د جوړېدو لسمه کالیزه ده، ازاډي راډیو د ۲۰۰۲ کال د جنوي په میاشت د ډیموکراتیکو ارزښتونو د ترویج لکه، بشري حقونه، د قانون پلي کېدل او د بیان د ازادي د پراختیان په موخه جوړه شوه.

دغې راډیو په خپلو تېرو لسو کلونو کې وکړای شول، چې په وخت او دقیق معلوماتو ورکولو سره د یو با اعتباره خبري رسنۍ په توګه فعالیت وکړي او د افغانستان ټولو وګړو ته تازه او دقیق خبرونه، بحثونه او سیاسي شننې وړاندې کړي.