څیړونکي، خبريالان او خلک آزادي راډیو ډېره اغېزناکه بولي

لس کاله وړاندې آزادي راډیو د افغانستان لپاره په پښتو او درې ژبو خپرونې پیل کړې. په تیرو لسوکلونو کې آزادي راډیو په بیلابیلو نشراتي برخو کې رغنده ونډه واخیسته او خلکو ته یې ډېر کره، پروخت او دقیق معلومات وړاندې کړل.
سیاسي څیړونکي، ژورنالستان او عام خلک آزادي راډیو ډیره اغیزمنه بولي او وایي چې خپرونې یې په متوازن ډول خپریږي او د عامو خلکو او چارواکو ترمنځ له ډېر باورڅخه برخمنه ده.

دوی وایي، چې آزادي راډیو په تیرو لسو کلونو کې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، امنیتي، بشري حقونو، کلتوري، ادبي او داسې نوروبرخو کې خلکو ته مهم معلومات وړاندې کړي او د افغانستان او نړۍ په اړه یې بیلابیل مسایل په خپلو مختلفو څیړنیزو پروګرامونو کې څیړلي دي.

سیاسي څیړونکي او ژورنالست زبیر شفیقي هم د آزادي راډیو دغو فعالیتونو ته اشاره کوي او وایي، هرهغه څوک چې د افغانستان او نړۍ په اړه له حالاتو ځان خبروي هرو مرو آزادي راډیو اوري:

″ازادي راډیو تر ډېره د ژورنالیزم له اصولو سره سم له وافعیتونو څخه د خلکو په خبرولو کې بې طرفانه رول ادا کړی. په دې کې شک نه شته چې ازادي راډیو د هېواد په ګوټ کوټ کې ډېر اوریدونکي درلودل او تر بلې هرې راډیو یې په خلکو کې اعتبار درلود.

د افغانستان له سیاست او د افغانستان له سرنوشت سره چې د چا سر او کار دی، ازادي راډیو خامخا اوري او دا یې د ژوند جز دی.″

ازادي راډیو با ارزښته معلومات وړاندې کوي:

آزادي راډیو له اوس نه لس کاله وړاندې د افغانستان لپاره په پښتو او درې ژبو خپرونې پیل کړي، په دې موده کې نه یوازې، چې له پیښو او حالاتو څخه یې خلکو ته خبرونه وړاندې کړل بلکې د بیلابیلو مسایلو په اړه یې ګردي میزونه او بحثونه ترتیب کړل او کوښښ یې وکړ، چې خلکو ته د هرې مهمې مسالې په اړه جالب اوبا ارزښته معلومات وړاندې کړي.

آزادي راډیو د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، امنیتي، بشري حقونو او داسې نورو مسایلو ترڅنګ یې د ګوړې آچار، مربای مرچ او د شمسو کیسې په څېر تفریحي پروګرامونه هم خپاره کړل او د شعر او ادب او د موسیقۍ د مینه والو تنده یې هم ترډیره حده ماته کړه.

له یوازني ویپ سایټ نه چې تل مې ترې ګټه اخیستلې ده، هغه د ازادي راډیو ویپ سایټ دی، چې تل ورته لاس رسی لرو.

همایون شعیب

دغه راز یوشمېر افغان ژورنالستان وایي، دوی نه یوازې په خپلو کاری برخو کې د دې راډیو له خپرونو څخه ګټه اخیستې بلکې ډیرې رسنۍ شته، چې د آزادي راډیو له ورځنیو خپرونو څخه په خپلو خپرونو کې په یوه ډول ګټه اخلي.

څوتنه افغان خبریالان په دې اړه خپل نظرونه بیانوي او وایي، چې د آزادي راډیو له خپرونو او په ویب سایټ کې یې له شته مطالبو څخه دوی ډیره ګټه پورته کوي:

″۱- زما نو همایون شعیب دی، د امریکا غږ د اشنا ټلوزیون خبریال یم. له یوازني ویپ سایټ نه چې تل مې ترې ګټه اخیستلې ده، هغه د ازادي راډیو ویپ سایټ دی، چې تل ورته لاس رسی لرو.

ډېر په زړه پورې معلومات، په زړه پورې وېډیو ګانې او ښه عکسونه لري.

۲ – نوم مې حشمت الله ستانکزی دی، د لوګر ولایت اوسېدونکی او په لوګر ولایت کې خبریال یم. زه د ازادي راډیو ټولو کارکوونکو ته د ازادي راډیو لسمه کالیزه د زړه له کومې مبارک وایم.

موږ وخت نا وخته د ازادي راډیو له ویپ سایټ ده استفاده کوو.

نوم مې نورالله ستانکزی په لوګر ولایت کې د زینت راډیو مسوول یم.

ازادي راډیو واقعاً د خلکو د زوندانه په ښه کولو کې رغنده رول لوبوي او د دغې راډیو له خپرونو، کارکوونکو، تحلیلونو، رپوټونو او خبرونو څخه موږ ډېر څه زده کړي دي او د دوی له تجربو څخه مو په خپل کاري ژوند کې استفادې کړي دي.″

یوازې سیاسي څیړونکي او ژورنالستان د آزادي راډیو ورځنۍ خپرونې ګټورې او مهمې نه بولې بلکې عام خلک هم دا پروګرامونه ډیراغیزمن بولي او وایي، چې آزادي راډیو دوی ته پروخت اوکره معلومات وړاندې کوي.

د ازادي راډیو په اړه د عامه وګړو نظرونه:

په کابل کې ښارکې یو موتر چلوونکی او یو دکاندار وایي، چې دوی آزادي راډیو اوري څو هم له حالاتوبا خبر وي او هم له تفریحي او موسیقي پروګرامونو څخه یې خوند واخلي:

″۱- نوم مې احمد زبیر دی، په کابل پوهنتون کې محصل یم.

ازادي راډیو نه یوازې خبري او تفریحي خپرونې لري، بلکې، حقوقي، سیاسي او اقتصادي خپرونې هم لري، نو موږ تل دغه راډیو اورو.

هر کله مو چې کوم خبر له ازادي راډیو څخه اوریدلی، څو دقیقې وروسته نورو رسنیو دغه خبر خپرون کړی او له ازادي راډیو څخه یې اخیستلی وي.

۲ – نوم مې جان محمد خان د کابل اوسېدونکی او ټکسي چلوونکی یم.

تل ازادي راډیو اورم، ښه خبرونه وايي او د افغانستان له حالاتو مو خبروي. دغه راډیو هم موسیقي خپروي او هم مو د افغانستان له حالاتو خبروي.

۳ – نوم مې اقبال دی، په ارزان قیمت کې دکان لرم. له سهاره چې دکان ته راسم نو ازادي راډیو نیسم، ځکه ښه راډیو ده او په خپل مو د دنیا له حالاتو خبروي.

معلومات یې ډېر ښه او دقیق دي. ازادي راډیو ښه راډیو ده او موږ ورسره مینه لرو.″

د آزادي راډیو خبریالانو په تیرو لسو کلونو کې د خلکوپه خوښه د دې پروګرامونو په جوړولو کې ډیر زیارونه ګاللي، خولې یې تویې کړي او د هرې خپرونې یا خبري راپور د جوړولو لپاره یې ډیرې منډې ترړي کړي.

د دوی همدا منډه ترړه، زیار ګالل او متوازنه پروګرامونه دي، چې خپرونې یې د خلکو خوښیږي او ډیرې اغیزمنې بلل کیږي، د آزادي راډیو خبریالان او د نورو څانګو کارکوونکي ژمن دي، چې له دې وروسته به هم همداسې هلې ځلې کوي ترڅو خلکو ته دقیق او پروخت معلومات وړاندې کړي.

راپور زمونږ قضاوت ستاسو.