″د ایران پانګونه له امریکا سره د افغانستان اړیکې خرابوي″

سیاسي څیړونکي وایي، چې په افغانستان کې د کانونو د را ایستلو په برخه کې د ایران پانګه اچوونه له لویدیځ سره د دې هیواد د اړیکو د خرابیدو لامل ګرځي.
وروسته له هغې چې په هرات کې د یوه ایراني شرکت له خوا د دوو کانونو را ایستل د وزیرانوشورا له خوا تصویب شول، سیاسي څیړونکي وایي، چې دا ډول تړونونه له امریکا سره د افغانستان پرسیاسي اړیکو بده اغیزه کوي.

دوی وایي چې د کانونو په را ایستلو اود نورو اقتصادي پروژوپه برخه کې باید یوازې له ګاونډیو هیوادونوسره ښې اړیکې او اقتصادي ګټې په پام کې ونه نیول شي؛ بلکې د دوی په خبره له لویدیځ په ځانګړي توګه له امریکا سره سیاسي اړیکوته هم باید په جدي ډول پام وشي.

د سیاسي چارو څیړونکي اجمل سهیل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې په افغانستان کې د ایران دا ډول پانګه اچوول د افغانستان اوامریکا پردوه اړخیزو اړیکو ناوړه اغیزه کوي:

"په هرات کې ایرانیانو ته د کانونو ایستلو په برخه کې ونډه ورکول دافغان حکومت بله تیروتنه ده.

ایران دا مهال سخت ترفشار لاندې دی او متحده ایالاتو پر ډیرو ایراني کمپنیو بندیزونه لګولي، نه پوهیږم چې افغان حکومت بې خبره دی او که یې قصدي دا کار کړی.

دا له سیاسي پلوه د افغانستان پر بهرنیو اړیکو په ځانګړي توګه له امریکا سره پرسیاسي اړیکو دېره ناوړه اغیزې لري."

ښاغلي سهیل د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان د برېښنا د لینونو د غځولو پروژه چې افغان حکومت تصویب کړې هم له اقتصادي پلوه ګټوره بولي خو وایي، چې په دې برخه کې هم سیمه ییزې او نړیوالې اندیښنې مهمې دي او باید چې له پامه ونه غورځول شي.

د افغانستان د وزیرانو شورا د دوشنبې په ورځ تصویب کړه، چې په هرات ولایت کې د سمنټو او د پهلوانانو د سکرو ډبرو د کانونو د را ایستلو تړون دې د ایران د پیشګامان صنعت مجد کمپنۍ ته ورکړ شي، د دې تړون له مخې نوموړي ایرانۍ کمپنۍ به په دې برخه کې کابو یونیم سل ملیونه ډالر پانګه اچوي او دېرش کاله به د دې کانونو د را ایستلو په برخه کې کارکوي.

د کانونو وزارت ویاند جواد عمر د سیاسي څیړونکو اندیښنو اوانتقادونو ته په اشاره وایي، چې دې ایراني شرکت له څلورو نورو کمپنوڅخه داوطلبي ګټلې اود دې تړون په برخه کې هیڅ ډول سیاسی موضوع یا امتیاز ورکول نه دي شامل:

"په دې برخه کې هیڅ ډول سیاسي مداخله نشته، کله چې وړاندیزونه ارزیابی کیږي ځانګړې کمیټه شته چې هغوی یوازې د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې نیسي.

هرڅوک چې په داوطلبیو کې ګټونکی هم اعلانیږي دا سنجول کیږي، چې باید د افغانستان د خلکو ګټې تامینې کړي.

په دې کمیټه کې نړیوال متخصصین او د وزارتونو استازي هم شته او په دې برخه کې ټوله پروسه په بشپړ شفافیت پرمخ ځي."

په وروستیو کلونو کې افغان حکومت د کانونو په برخه کې د بهرنیو پانګه والو پانګه اچوولو ته لومړیتوب ورکړی او کوښښ کوي، چې له دې لارې ملي عواید پیاوړي کړي.

تردې وړاندې د یوشمېر نورو کانونو د را ایستلو په برخه کې هم چین، هندوستان او یوشمېر نور سیمه ییز هیوادونه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په چوکاټ کې سرتیري نه لري پانګه اچولې، چې ښه بیلګه یې په مس عینک کې د چین او په حاجي ګک کان کې د هند له خوا سلګونه میلونه ډالر پانګه اچوونه ده.

افغان حکومت وایي، چې د کانونو په برخه کې د پانګې اچوونې لپاره یوازینې معیار د افغانستان ملي ګټې او د داوطلبۍ له لارې د تړونونو ګټل دي نه سیاسي لیوالتیا او امتیاز ورکول.

راپور: نسیم شفق